د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۶

د طالبانو په تړاو د ضمیر کابلوف د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګونونه!


​د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي روسیه هڅه کوي چې امریکایان په افغانستان کې له ماتې سره مخ کړي او افغان حکومت او خلکو ته ستونزې پیدا کړي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي باور لري چې روسیه غواړي، امریکایان په افغانستان کې له ماتې سره مخ شي، نو ځکه له وسله‌والو طالبانو سره مرسته کوي.

داوود کلکاني
داوود کلکاني

د دې جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال داوود کلکاني د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۳۱» په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"روسان په دې خاطر چې وکولای شي، په افغانستان کې امریکایان له ماتې سره مخ شي او د لسګونه کلونو پخوانی انتقام ترې واخلي، وسله‌وال طالبان په یو نه یو ډول تمویلوي او له طالبانو سره د روسیې مرسته لامل شوې چې دې ډلې په وروستیو کې، یو څه پرمختګ کړی دی. روسان غواړي چې په افغانستان کې له امریکایانو خپل غچ واخلي او افغان حکومت، افغانانو او امریکایانو ته ستونزې پیدا کړي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې طالبان د افغانستان په ۴۰ فیصده خاوره حاکمیت لري او که د امریکا متحده ایالات له دې ډلې سره په ځانګړي ډول خبرې ونه‌کړي، نو جنګ او وینه تویېدنه به کلونه کلونه دوام ولري.

ښاغلي کابلوف همدا شان ویلي چې طالبان نه‌غواړي چې د کابل له حکومت سره خبرې وکړي، ځکه د ده په خبره چې طالبان د کابل اداره لاس پوڅې بولي.

خو ښاغلی کلکاني وايي چې د سولې خبرې اترې باید د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ ترسره شي او اړتیا ده چې د امریکا په ګډون، نور نړیوال هېوادونه له دې پروسې سره مرسته وکړي.

بل‌خوا د افغانستان دفاع وزارت د ضمیر کابلوف د هغو خبرو په غبرګون کې چې ویلي یې دي، وسله‌وال طالبان د افغانستان په ۴۰ فیصده خاوره حاکمیت لري، وايي چې د کابلوف څرګندونې د علمي او حقوقي ارزونې څخه سرچینه نه‌اخلي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

د دې وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"له ۸۵ فیصده زیاته خاوره د افغانستان اسلامي جمهوریت تر حاکمیت لاندې ده، نو زه د ښاغلي کابلوف د څرګندونو په اړه وایم چې دې خبرو له یوې حقوقي او علمي ارزونې څخه سرچینه نه‌ده اخیستې، بلکې یوه مسئله ده چې د دوی او د نړۍ د نورو هېوادونو ترمنځ د رقابت له مخې ویل شوې ده او دوی تل هڅه کوي چې دلته د نړیوالو موجودیت خلکو ته سرچپه ورسوي."

له وسله‌والو طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو په اړه د ضمیر کابلوف دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې په وروستیو کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټون په ټینګار سره ویلي چې امریکا د سولې له هغې پروسې ملاتړ کوي چې رهبري يې د افغان حکومت په لاس کې وي.

همدا شان یو شمېر امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې امریکا روسیه تورنوي چې په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې د فعالیت په اړه مبالغه کوي، څو په دې ډول له طالبانو سره خپلو اړیکو ته مشروعیت ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې وسله‌والو طالبانو ویلي چې دوی له امریکا سره د سولې خبرو اترو ته تیار دي، هغه غوښتنه چې امریکا رد کړې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې ویلي وو چې افغان حکومت له وسله‌والو طالبانو سره له قید او شرط پرته مذاکراتو ته چمتو دی.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، روسیه په دې هڅه کې ده چې وسله‌وال طالبان پياوړي وښيي.

انتظار خادم
انتظار خادم

له ډلې انتظار خادم د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"روسیه او کابلوف په اوسني وضعیت کې غواړي چې فقط دوه پلانونه مخکې یوسي، لومړی دا چې ورځ تر بلې له طالبانو سره اړیکې پياوړې کړي، دوهم دا چې د افغانستان معضله خرابه کړي، نن ورځ روسیه په دې هڅه کې ده چې څنګه وکولای شي چې د افغانستان جګړه اوږده او امریکا له قید او شرط پرته له افغانستانه ایستو ته اړ او یا هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت حاکم کړي."

ښاغلی خادم همدا شان وايي چې باید روسیې ته فرصت ورنه‌کړل شي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

د ښاغلي خادم په وینا افغان حکومت باید زیات زیار وباسي، ترڅو د افغانستان نړیوال متحدین په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالات د افغانستان د سولې له پروسې سره لازمو او جدي هڅو ته تشویق کړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG