د عراق د وروستیو ترسره شویو پارلماني انتخاباتو ستر ګټونکی وایي، د عراق راتلونکی حکومت باید پراخ بنسټه وي داسې یو حکومت چې د ټولو خواوو استازیتوب وکړي.
د عراق د پارلماني انتخاباتو ستر ګټونکی د شیعه مذهبي مشر مقتدا الصدر په مشرۍ سیاسي ائتلاف دی چې غړو یې د عراق د ۳۲۹ کسیز پارلمان ۵۴ څوکۍ ګټلې دي.
الصدر د عراق له صدراعظم حیدر العبادي سره چې سیاسي ائتلافیې په انتخاباتو کې درېیم ځای ګټلی، له کتنې وروسته د یکشنبې په ورځ وویل چې د عراق راتلونکی حکومت باید پراخ بنسټه وي، داسې یو حکومت چې د ټولو عراقیانو د هیلو درناوی وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې نوی حکومت باید د ټولو استازیتوب وکړي او هېڅڅوک باید له هغه بهر پاتې نهشي.
د عراق د پارلماني انتخاباتو درېیو لویو ګټونکو ډلو یوهیې هم پهدې نهده بریالۍ شوې چې اکثریت یعنې «پنځوس جمع یو» رأیې وګټي چې د قانون له مخې وکولای شي په یوازې سر راتلونکی حکومت جوړ کړي.
د هادي عامري په مشرۍ د فتح اتحاد چې د عراق حکومت او ګاونډي هېواد ایران دواړو یې د شیعه ملېشو ملاتړ کړی، د ۴۷ څوکیو په ګټلو سره د دغو انتخاباتو دوهم ستر ګټونکی دی.
د عراق صدراعظم حیدرالعبادي په مشرۍ ائتلاف هم د پارلمان ۴۲ څوکۍ ګټلي او درېیم ځای یې نیولی دی.
د عراق د نوي حکومت جوړول به څو اوونۍ او میاشتې وخت ونیسي او هغه هم پهدې خاطر چې د سترو سیاسي لوبغاړو ترمنځ باید پهدې اړه چې څوک به نوی حکومت جوړوي، یو جوړ جاړی وشي.
د دوی ترمنځ خبرې اترې پیل شوي او د یکشنبې په ورځ هم دواړو ګټونکو الصدر او عامري سره وکتل له هغې مخکې صدر له صدراعظم حیدرالعبادي سره خبرې ترسره کړې وې.
د الصدر د دفتر لهخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې هغه عامري ته ویلي چې حکومت باید ډېر ژر جوړ شي چې عراقیانو ته خدمات وړاندې کړي او د هغوی مشروع غوښتنې خوندي کړي.
عامري ایران ته ډېر نږدې دی او د بدر ملېشو یې په وروستیو دوو کلونو کې له اسلامي دولت ډلې یا داعش څخه د عراق د لاندې کړو سیمو د بېرته ازادولو لپاره په عملیاتو کې مهم رول لوبولی دی.
بدر په ۱۹۸۰ لسیزه کې په تبعید کې تأسیس شو او د صدام حسین د واکمنۍ په موده کې د عراق او ایران ترمنځ جګړه کې یې د ایران خوا نیولې وه.
د الصدر شیعه ملېشو هم پر عراق د امریکا د ۲۰۰۳ میلادي کال تر یرغل وروسته پهدې هېواد کې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې جګړه مخ ته وړله او په وروستیو کلونو کې یې هم د داعش په وړاندې جګړې ته مخه کړې وه.
نوموړی په وروستیو څو کلونو کې د نورو په حاکمیت کې شاملو شیعه ډلو یو څه څنګ ته کړی و.
که نوی صدراعظم ټاکل کېږي هغه باید شیعه وي.
د عراق د اساسي قانون له مخې د ولسمشرۍ څوکۍ یوه کُرد او د پارلمان مشري هم یوه سُني ته ورکول کېږي.
د عراق په ترسره شویو پارلماني انتخاباتو کې د خلکو ګډون د مخکېنیو د ۲۰۰۵ میلادي کال د انتخاباتو په پرتله ډېر کم وو، یعنې د مستحقو رأی ورکوونکو په ۱۰۰ کې ۴۴ نیمیې په دغو انتخاباتو کې ګډون کړی.