د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

د ارزګان والي: د غیر مسلکي پولیسو له امله د طالبانو په ځپلو کې پاتې راغلي یو


د ارزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید
د ارزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید

د ارزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید د دوشنبې په ورځ رسنیو ته په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې په‎دغه ولایت کې ټول پولیس قومي، محلي او غیر مسلکي دي، نو ځکه دغلته موږ له وسله‎والو طالبانو څخه جګړه نه‎شو ګټلی او د طالبانو په ځپلو کې پاتې راغلي یو.

نوموړي ژمنه وکړه چې په‎دغه ولایت کې به ټول پولیس ملي او مسلکي کوي.

له ده سره د دغه ولایت د ولایتي شورا مسؤلین بیا په‎دغه ولایت کې د روانې جګړې لامل د پولیسو په ليکو کې فساد او د زورواکو لاس‎وهنه یادوي.

په‎دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‎الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG