د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

بنګله دېش له افغانستان سره د شل اوریزو سیالیو لوبډله اعلان کړه


بنګله دېش له افغانستان سره د راتلونکو درېیو شل اوریزو سیالیو لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د کرکټ د نړیوالې شورا ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، د شکېب الحسن په مشرۍ بنګله دېشۍ لوبډلې ته مصدق حسين هم له یوه کلن ځنډ وروسته راستون شوی دی.

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د درېیو نړیوالو شل اوریزو سیالیو لړۍ د را روانې جون میاشتې له درېیمې نېټې پیلېږي

افغانستان لا د دغو سیالیو لپاره لوبډله نه ده اعلان کړې، خو ویلي يې دي چې په هندوستان کې له تمریناتو وروسته به دغو سیالیو ته یوه پیاوړې لوبډله اعلان کړي.

دا وخت ۴۳ افغان لوبغاړي په تمریناتي سیالیو بوخت دي چې له ډلې به یې ۱۵ لوبغاړي د بنګله دېش پر وړاندې دغو سیالیو ته غوره شي.

XS
SM
MD
LG