د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

سږ کال په کابل کې د رمضان کپ کرکټ سیالۍ نه تر سره کېږي


سږ کال په کابل کې د رمضان کپ کرکټ سیالۍ نه تر سره کېږي.

دا سیالۍ چې ټاکل شوې د روژې په اوومه شپه په زرملوال لوبغالي کې تر سره شي، د ننګرهار په یوه لوبغالي کې د چاودنو وروسته او د کابل امنیتي وضعیت ته په کتو تېره ورځ لغوه اعلان شوې.

د رمضان کپ ټورنمنټ تنظيموونکي جیلاني زرملوال ازادي راډيو ته وویل چې که څه هم د یادو سیالیو د ترسره کېدو لپاره له تېرو شپږو میاشتو راهیسې کافي تیاری نیول شوی، خو په وروستي وخت کې د خلکو او لوبغاړو د ژوند په خاطر د شپې له خوا د دغو سیالیو د نه تر سره کېدو پرېکړه وشوه.

د رمضان کپ کرکټ سیالۍ له تېرو پنځو کالو راهیسې هر کال د کابل په ختیځ د احمدشاه بابا مینې په زرملوال لوبغالي کې تر سره کېدې.

XS
SM
MD
LG