د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

اشرف غني د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته لاړ


د ترکیې په استانبول ښار کې د بيت‎المقدس په موضوع رابلل شوې غونډه کې د نورو اسلامي هېوادونو د مشرانو ترڅنګ افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ګډون لپاره ترکیې ته لاړ.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د جمعې ورځ په‎دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ولسمشر محمد اشرف غني د اسلامي همکاریو سازمان په فوق‎العاده غونډه کې د ګډون لپاره چې د بیت‎المقدس په اړه جوړېږي د ترکیې استانبول ښار ته ولاړ، دغه غونډه نن ناوخته پیلېږي."

د جمهور رئیس مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د جمهور رئیس مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

د اسلامي همکاریو سازمان فوق‎العاده غونډه د یوې ورځې لپاره په ترکیه کې جوړېږي چې د ګڼو اسلامي هېوادونو مشران او استازي به په‎کې ګډون وکړي.

دغه غونډه د اسلامي همکاریو د سازمان له‎خوا د بيت‎المقدس په موضوع رابلل شوې او تمه ده چې د غونډې په پای کې غوښتنې او وړاندیزونه د یوه پریکړه‎لیک په بڼه مطرح شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېرکال د خپلې پرېکړې سره سم چې بیت‎المقدس یې د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه وپېژاند د اسرائیلو د دولت جوړېدو له ۷۰مې کلیزې سره هم‎مهاله خپل سفارت بیت‎المقدس ته ولېږداوه.

د امریکا دغه پریکړه د فسلطینیانو او د ځینو هېوادونو له غبرګون سره مخامخ شوه.

د دغه پریکړې په غبرګون کې تر دې دمه فلسطینیانو په مظاهرو کې لسګونه تن وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

فلسطینیان ختیځ بیت‎المقدس خپله راتلونکې پلازمېنه بولي او د امریکا دغه ګام د اسرائیلو په لاس د دغه ښار د لاندې کېدو نښه بولي.

خو بل لور ته اسرائیل بیا بیت‎المقدس خپله پلازمېنه بولي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وايي، اسلامي هېوادونه باید د خپلو ستونزو د حل‎لپاره نور یو موټی شي.

ښاغلي مسلمیار د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ترکیې په ناسته کې د ولسمشر غني ګډون مهم دی او تمه یې وښوده د اسلامي همکاریو سازمان د فلسطین په ګډون په اسلامي هېوادونو کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره جدي ګامونه واخلي.

فضل هادي مسلمیار
فضل هادي مسلمیار

نوموړی وايي:

"د افغانستان د جمهور رئیس او د دې ملت د مشر په توګه دا یې حق جوړېږي چې خپل غږ پورته کړي او د اسلامي هېوادونو د یووالي او د ستونزو د هوارۍ په برخه کې هڅې وکړي، تاسو ګورئ چې ستونزې یوازې په فلسطین او افغانستان کې نه‎دي بلکې په ټولې اسلامي نړۍ کې شته چې دا نور د منلو نه‎دي."

د ښاغلي مسلمیار په خبره د اسلامي همکاریو سازمان باید په افغانستان کې هم د بې‎ګناه انسانانو د وینې توېندنې د مخینوي په برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG