د ازادي راډیو په «راډيويي مجلې» په نننۍ ګڼه کې لاندې مطالب رانغاړل شوي دي:
- د فرهنګي خبرونو تر څنګ په هنر جاج کې د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس سره د پکتیا فرهنګي جاج اخېستی.
- په فنکار برخه کې د تکړه ممثل جاوید عابد سره د هغه په هنري سفرونو غږېږو.
- په زرپاڼه کې به لنډه کیسه «ویده وګړي» واورئ.
- ادب جام کې به د پښتو ژبې د لرغونې ادبي دورې د نوم وتي شاعر شېخ متي له احواله خبر شئ.
- وریښمین خیال کې به د «کک» او «زرینې» منظومې د دوهم سرود لومړۍ برخه واورئ.
دا مجله د ازادي راډیو خبریال پوهنیار محبوب شاه محبوب جوړه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: