د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له کبله د انساني تلفاتو په شمېر او مالي زیانونو کې زیاتوالی راغلی دی.
وروسته له دې چې تېره اوونۍ د هېواد په ځینو سیمو کې بارانونه وورېدل د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې عمومي ریاست وايي چې د دې بارانونو له کبله په ۱۱ ولایتونو کې په راوتلو سېلابونو کې ۳۴ کسان مړه شوي او اووه تنه نور لادرکه دي.
د دې ادارې چارواکي وايي چې دې سېلابونو شااوخوا ۲۴۰ کورونه په بشپړ ډول او له ۶۰۰ زیات څه نا څه ویجاړ کړي او څه باندې ۶۰۰ څاروي یې لهمنځه وړي دي.
په داسې حال کې چې د هېواد په ډېرو سیمو کې د دولتي ځواکونو او وسلهوالو مخالفینو ترمنځ جګړو زور اخیستی د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې د عمومي ریاست مرستیال محمد اسلم سیاس نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د حکومت له پرېکړې سره سم دوی په جګړه ځپلو سیمو کې زیانمنو خلکو ته مرستې نهشي رسولی، خو د افغاني سرې میاشتې ټولنه د دې سیمو له زیانمنو خلکو سره مرستې کوي.
ښاغلی سیاس زیاتوي:
"د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې د عالي دولتي کمېټې د پرېکړې له مخې په هغو سیمو کې چې امنیتیې ښه نهدی او اوسېدونکي یې له طبیعي ستونزو سره مخامخ کېږي، د افغاني سرې میاشتې د ټولنې لهخوا سروې کېږي او مرستې هم له همدې لارې پرې وېشل کېږي، خو په نورو سیمو کې د بېړنیو پېښو د ادارې ولایتي څانګې فعالې دي او له دې لارې له خلکو سره مرستې کېږي."
په افغانستان کې د اوبو لګولو د بندونو او د سیندونو څنډو ته د استنادي دېوالونو په څېر د عامالمنفعه تأسیساتو د نشتوالي یا کمښت له کبله خلک د پسرلي په موسم کې د سېلابونو له ګواښ سره مخامخ کېږي.
د تېرې اوونۍ په سېلابونو کې د خلکو ډېرې کرنیزې ځمکې او دوه ښوونځي هم لهمنځه ولاړل.
دې بارانونو ته خلک له یوې خوا خوشاله او په عین حال کې اندېښمن وو، ځکه دوی په دې پوهېږي چې مسؤلو ادارو او چارواکو په تېرو څو کلونو کې هېڅکله له پېښو مخکې وقایوي تدابیر نهدي نیولي او باران هم تل د ځمکې ابادي نهده.