په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما د فساد پر وړاندې د افغان حکومت اقدامات ستایلي، خو وايي لا هم د خلکو په ژوند کې د پام وړ مثبت بدلونونه نهدي رامنځته شوي.
یوناما د فساد پر وړاندې په خپل نوي کلني راپور کې ویلي، که څه هم فساد په افغانستان کې ژورې ریښې لري، خو پر وړاندې یې د حکومت مبارزه اغېزمنه ده.
دغه راپور چې نن سې شنبه «۱۳۹۷ کال د غويي ۲۵» خپور شو، پهکې راغلي چې د فساد پر وړاندې د نوې ستراتېژۍ رامنځته کول او ځیني نوښتونه دا یقیني کوي چې حکومت د فساد پر وړاندې د مبارزې پیاوړې اراده لري.
په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د دغه راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل چې که څه هم فساد د سولې او هوساینې پر وړاندې لا هم لوی خنډ دی، خو په خبرهیې چې د دغې پدیدې پر وړاندې د افغان حکومت د مبارزې اراده د ستایلو ده.
نوموړي زیاته کړه:
"په داسې حال کې چې په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پام وړ اقدمات شوي، خو لا هم د نوې ستراتېژۍ د تکمیل او دغهشان د داسې قوانینو د رامنځته کېدو په برخه کې چې وکړای شي د خلکو په ورځني ژوند کې محسوس بدلونونه رامنځته کړي باید لا ډېر کار وشي."
د یوناما موندنې ښیي چې د ملکي خدمتونو په کمېسیون کې وروستي اصلاحات او د لویو دوسیو په تعقیب کې د عدلي او قضايي مرکز مؤثر اقدامات ګټور تمام شوي دي.
افغان حکومت ته د یوناما په وړاندیزونو کې راغلي چې د فساد پر وړاندې اقدامات باید لنډ مهالي نهوي او له داسې لارو چارو کار واخیستل شي چې د عامو افغانانو په ژوند کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي.
یوناما په داسې حال کې د فساد پر وړاندې د افغان حکومت له هڅو ستاینه کوي چې لا هم افغانستان په نړۍ کې د فاسدو هېوادونو په کتار کې راځي.
د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ بیا وايي چې د فساد په اړه کوم انځور چې د یوناما په راپور کې وړاندې شوی له موجوده واقعیتونو سره اړخ نهلګوي.
د دغه بنسټ مشر سید اکرام افضلي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"په تېرو څلورو کلونو کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د حکومت کارونه منسجم نهو، که څه هم ځینې لاسته راوړنې یې لرلې، خو متأسفانه تر اوسه پورې د فساد پر وړاندې داسې مبارزه چې یو مشخص لیدلوری ولري نهتر سترګو کېږي."
د ښاغلي افضلي په خبره د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ملي یووالي حکومت ژمنې له عمل سره فرق لري.
راپور: محمد حدیث پردېس