د هلمند ولایت یو شمېر ځوانانو له اوونیو راهیسې په لښکرګاه کې د سولې پهپار خیمه وهلې وه او د حکومت او طالبانو نهيې د سولې د خبرو د پیل غوښتنه کوله.
تېره اوونۍ د هلمند د ولسي حرکت غړو د یوې غونډې پر مهال یو ځل بیا د جنګ له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د روژې په میاشت کې اوربند وکړي او د یوه ګډ حکومت د جوړولو پرېکړه وکړي.
حکومت که څه هم د سولې لهپاره د دوی د حرکت ملاتړ کړی دی، خو طالبانو تر اوسه پورې دوی ته ځواب نهدی ویلی.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي پهدې راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: