د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۱۷

قادري د مستر المپیا او ارنولډ کلاسیک سیالیو ته لار پیدا کړه

د بدن ښکلا د برخې لوبغاړي احمد یاسین سالک قادري د نړۍ د مستر المپیا حرفوي سیالیو او ارنولډ کلاسیک سیالیو ته چې تمه ده په امریکا کې ترسره شي لار پیدا کړه.

د افغانستان د المپیک کمېټې او د بدن ښکلا فدراسیون رئیس باور هوتک نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان باډي بلډر ښاغلي قادري په ۹۵ کیلو ګرام وزن کې د ابوظبي د «IFBB» کلاسیکو سیالیو کې تر ګډون وروسته د حرفوي سیالیو کارت ترلاسه کړ.

د «IFBB» کلاسیکې سیالۍ د ۶۰ هېوادونو د ۶۵۰ لوبغاړو په ګډون په عربي متحده اماراتو کې ترسره شوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG