د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۲۵

د اندونیزیا په ۳ کلیساوو کې ۳چاودنو ۹ تنه وژلي او ۴۰ یې ژوبل کړي

د اندونیزیا د سورابایا ښار په ۳ کلیساوو کې د یوه انتحاري بمي برید په شمول په درېيو چاودنو کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل دي.

د ختیځې جاوا د پولیسو ویاند فرانس بارونګ منګیلا نن یکشنبې د اندونیزیا «ټي.وي ون» ټلوېزیوني شبکې ته وویل، په‌دې چاودنو کې د مرګ ژوبلې پېښې شوي دي.

ده همدا راز وویل چې د قربانیانو د هویت د معلومولو کار پیل شوی دی.

لږ تر لږه یو حمله کوونکی هغه مهال ووژل شو چې په سنتا ماریا کلیسا کې یې بم وچاوداوه.

تراوسه پورې کومې ډلې د دې حملو مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخېستی.

  • پخواني معلومات

د اندونیزیا د سورابایا ښار په ۳ کلیساوو کې د یوه انتحاري بمي برید په شمول په درييو چاودنو کې لږ تر لږه ۲ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.

د ختیځې جاوا د پولیسو ویاند فرانس بارونګ منګیلا نن یکشنبه د اندونیزیا «ټي.وي. ون» ټلوېزیوني شبکې ته وویل، په دې چاودنو کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده همدا راز وویل چې د قربانیانو د هویت د معلومولو کار پیل شوی دی.

تراوسه پورې کومې ډلې د دې حملو مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخېستی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG