د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

په نورستان کې د ورزشي امریت لپاره ودانۍ جوړېږي


په نورستان کې د ورزشي امریت لپاره د درېپوړیزې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په یاده ودانۍ به ۱۵ اعشاریه ۷ ملیونه افغانۍ لګښت راځي چې په یوه کال کې به يې چارې بشپړې او ګټې اخستنې ته به وسپارل شي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د ورزشي امریت د نوې جوړېدونکې ودانۍ دځانګړتیاو په اړه د شنبې په ورځ ازادې راډیو ته وویل:

"د ورزشي امریت د تعمیر د بنسټ ډبره مو نن ورځ کېښوده، په دې تعمیر به ټول ۱۵ اعشاریه ۷ملیونه افغانۍ لګښت راشي، په درېیو پوړونو کې جوړېږي، .۱۱ کاري خونې به ولري او د ښار جوړونې وزارت له خوا يې بودجه ورکول کېږي او د یوه کال په موده کې به يې چارې بشپړې شي."

په نورستان کې دورزې چارو مسؤل حضرت عمر تبسم ازادې راډیو ته وویل، ودانې به جوړه شي، د دوی دفتري ستونزې به هوارې شي، خو تراوسه په ټول ولایت کې د لوبو لپاره کوم معیاري لوبغالی نه لري چې له امله يې لوبغاړي له ستونزو سره مخ دي.

د نورستان والي بیا ډاډ ورکوي چې هڅې يې پیل کړي، څو په ولایت کې يې معیارې لوبغالی جوړ شي.

XS
SM
MD
LG