د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۳۶

د ایران او اسرائیل ترمنځ یو بل ته خبرداریو او لفظي جګړو زور اخيستی


د ایران او اسرائیل ترمنځ یو بل ته خبرداریو او لفظي جګړې زور اخيستی دی.

د لبنان د جولان له لوړو پر اسرائیل د وروستیو راکټي بریدونو او بیا د سوريې په خاوره کې د اسرائیلي الوتکو هوايي حملو د تهران او تل ابیب ترمنځ شخړه زیاته کړې ده.

د ایران یوه مخکښ مذهبي مشر ایت الله احمد خاتمي د جمعې په ورځ وویل، که اسرائیل د ایران ننګولو ته دوام ورګړي، نو له تباهۍ سره به مخ شي.

دغه ایراني ملا ویلي چې هېواد به یې خپل د لېرې واټن ویشتونکو میزایلو پروګرام پراخ کړي او که اسرائیل د هغه په خبره، احمقانه عمل وکړي، نو تل ابیب او بل اسرائیلي ښار هیفا به له خاورو سره یو کړي.

د لبنان د پارلمان رئیس نبیل بیري چې له ایران پلوې حزب الله شیعه ډلې سره نېږدی دی، متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړی دی چې که پر ایراني اهدافو بریدونه دوام وکړي، نو هفه زر تنه امریکايي سرتېري به له خطر سره مخ شي چې دا مهال په سوریه کې دي.

بل لور د اسرائیل د دفاع وزیر اویګدور لیبرمن د سوريې ولسمشر بشار الاسد ته خبرداری ورکړی چې په خپل هېواد کې د ایران پوځي حضور ختم کړي، کنه زیان او ستونزې به وویني.

لیبرمن ویلي، زه اسد ته پیغام لرم چې ایرانیان لېرې کړه، قاسم سلیماني او د قدس ملېشه لېرې کړه، د دوی شتون تاته ګټه نه، بلکې زیان رسوي.

قاسم سلیماني
قاسم سلیماني

اسرائیل وايي، د لبنان له خاورې پر اسرائیلي اهدافو د تېرې اوونۍ راکټي بریدونه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د مشر قاسم سلیماني په امر شوي دي.

د اسرائیل پوځ د جمعې په ورځ وویل، ۲۸ اسرائیلي جیټ الوتکو د پنجشنبې په ورځ د دوو ساعتونو لپاره د سوريې پر خاوره حملې وکړې او دغلته يې ټول ایراني تاسیسات په نښه کړل.

په همدې حال کې سپینې ماڼۍ ویلي، ولسمشر ډونالد ټرمپ او د بريتانيې صدراعظمې تریزا مې تېره شپه ټیليفوني خبرې کړي او د اسرائیل پر وړاندې يې د ایران پاروونکي بریدونه غندلي دي.

سپینې ماڼۍ ویلي، اوس وخت رسېدلی چې د نړۍ ملتونه پر ایران فشار راوړي چې خپل خطرناک چلند بدل کړي.

XS
SM
MD
LG