د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۰۴

یو شمېر استازي: وکیلان د خپل مسؤلیت په نه ترسره کولو، له ولس سره خیانت کوي


د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، وکیلان د خپلو مسؤلیتونو په نه ترسره کولو، له ولس سره خیانت کوي.

که څه هم پر وکیلانو انتقادونه تازه نه دي، خو ښايي دا لومړی ځل وي چې دوی په خپله د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د وضعیت د خرابېدو په تړاو ځانونه ګرم ګڼي.

دوی وايي، وکیلان په سم ډول د خپلو مسؤلیتونو د نه ترسره کولو په اړه د ولس په مقابل کې ځواب ویوونکي دي.

د ولسي جرګې غړی غلام حسین ناصري وايي، وکیلان په افغانستان کې د بې ګناه خلکو د وینې توېدنې په مخینوي کې هم ګرم او ان شریک دي.

نوموړي وویل:

"د ولسي جرګې غړي داخلي اصولو، قوانیو او حاضرۍ ته هېڅ ډول پابند نه دي، دوی د افغانستان د خلکو په حق کې خیانت کړی، موږ د افغانانو په وینه توېدنه کې په دې دلیل لاس لرو چې د بې کفایته چارواکو د استېضاح پرځای مو هغوی ته تالار کې چکچکې کړې دي."

په ورته وخت کې یو شمېر نورو وکیلانو په هېواد کې مخ پر زیاتېدونکو نا امنیو ته په اشارې سره وویل چې وکیلان د ستونزو د حل لپاره د هڅو پرځای، پر خپلو کمپاینونو بوخت دي.

د ولسي جرګې غړي په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په دې ورستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو طالبانو بریدونو زور اخیستی دی.

که څه هم حکومت وايي، طالبان له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري، خو وکیلان وايي، په ښارونو کې د طالبانو بریدونو او د ځینو ولسوالیو سقوط دا وښوده چې دغه ډله په خپلو عملیاتو کې کې برلاسې ده.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي له موجوده وضعیته د وتو لپاره هڅې د حکومت او ولسي جرګې ګډ مسؤلیت ګڼي.

د ښاغلي ابراهیمي په خبره، دا چې وکیلان د جرګې عمومي غونډې ته نه حاضرېږي، دا معنا ورکوي چې دوی ته د ولس له ګټو، خپلې ګټې ډېرې مهمې دي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي
د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي

دی وایي:

"له بده مرغه یو شمېر چې د وکالت مسؤلیت ور ترغاړی دی، خو د افغانستان د اړمنو خلکو حق ته درناوی نه کوي، دا نه یوازې د خلکو په حق کې جفا ده، بلکې د خلکو استازیتوب ته هم سپکاوی دی."

ښاغلي ابراهیمي دغه شان وویل چې راتلونکې اوونۍ به د هغو وکیلانو لېست چې په غونډو کې نه دي حاضر شوي او له ولسه یې سم استازیتوب نه دی کړی، هم له خلکو سره شریک کړي.

خو یو شمېر نور وکیلان بیا وايي، یوازې دا بسنه نه کوي، بلکې په خپله دنده کې د غفلت له کبله دې دوسیې هم ورته جوړې شي.

راپور: حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG