د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۲۲

د افغانستان امریکايي پوهنتون نه ۱۳۹محصلین فارغ شول


د افغانستان امریکايي پوهنتون پرون جمعه د لیسانس په کچه، ۱۳۹محصلینو ته د فراغت سندونه ورکړل.

د پوهنتون له لوري په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دې محصلینو د قانون، تجارت، سیاست او معلوماتي تکنالوژۍ به برخه کې تحصیلي دوره بشپړه کړې وه.

د افغانستان د امریکايي پوهنتون رئيس، ډاکټر کېنېت هولاند له نړیوالو او کورنیو مرسته کونکو ادارو مننه وکړه چې په افغانستان کې یې د داسې معتبرې تحصیلي موسسې په وده او د افغانستان لپاره د نویو رهبرانو په روزنه کې يې مرسته کړې ده.

په افغانستان او عراق کې د امریکا پخواني سفیر، زلمي خلیلزاد پر ټوېټر د پوهنتون فارغانو ته لیکلي چې زړه ور او د ویاړ وړ دي.

د افغانستان امریکايي پوهنتون په ۲۰۰۶ مېلادي کال کې جوړ شوي او له هغه راهیسې یې تر ۱۰۰۰ زیات افغانان د لیسانس او ماسټرۍ په تحصیلي پروګرامونو کې روزلي دي.

تقریباً، دوه کاله مخکې پردې پوهنتون په وسله واله حمله کې لس ګونه ځوان محصلینو او د هغوی ښوونکو ته مرګ ژوبله وواښتل.

XS
SM
MD
LG