د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

د کورنيو چارو وزارت وايي، د نشه‌يي موادو د قاچاق کوونکو نيول ډېر شوي


د کورنيو چارو وزارت وايي، د نشه‌يي موادو د قاچاق کوونکو نيول ډېر شوي او دا مهال د افغانستان په ۱۰۰ کې ۲۷ زندانيان د نشه‌يي موادو قاچاق کوونکي دي.

د کورنيو چارو وزارت د زندانونو او توقيف ځايونو رياست د معلوماتو له مخې، دا مهال د افغانستان په زندانونو کې ۳۰ زره کسان د بېلابېلو جرمونو له امله بنديان دي چې په دوی کې سلګونه تنه‌يې د نشه‌يي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور نيول شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت د نشه‌يي موادو پر ضد د مبارزې معين خليل بختيار د چهارشنبې په ورځ "د نشه‌يي موادو د عواملو ارزونه او نشه‌يي موادو ته اسانه لاسرسی" په نوم سمينار کې وويل چې که د نشه‌يي موادو د ستونزې ډېرېدو ته وګورو، نو زموږ نظامي عمليات څو برابره ډېر شوي او يوازې په تېره يوه مياشت کې مو د نشه‌يي موادو لسګونه قاچاق کوونکي نيولي دي.

ښاغلی بختيار وايي چې دا مهال د افغانستان په ۱۰۰ کې ۳۰ زندانيان د نشه‌يي موادو قاچاق کوونکي دي.

نوموړي وویل:

"په ۱۳۹۷ کال کې زموږ پوليسو وکولای شول چې ۴۷۲ عمليات اجرا او ۵۲۱ لوی او منځني قاچاق کوونکي ونيسي، د زندانونو رياست د شمېرو له مخې د افغانستان په ۱۰۰ کې ۳۰ محکوم شوي زندانيان د نشه‌يي موادو قاچاق کوونکي دي، هغه مظنونين چې اختصاصي محکمو ته معرفي کېږي، اکثره‌يې تر ۱۰ کالو په ډېر بند باندې محکومېږي، موږ پلان لرو چې د دې اختصاصي محکمو لمنه ولايتونو ته هم وغځوو."

ښاغلی بختيار زياتوي چې موږ تر ډېره حده کابل ولايت ته پام اړولی او په تېره يوه مياشت کې مو په کابل کې د نشه‌يي موادو پر وړاندې ۱۹۷ عمليات کړي دي.

په دې عملياتو کې د نشه‌يي موادو ۲۲۲ قاچاق کوونکي او خرڅوونکي نيول شوي چې په دوی کې د نشه‌يي موادو لوی قاچاق کوونکي هم شامل دي.

ښاغلی بختيار وايي، موږ هڅې پيل کړي چې د دولت له څو ادارو څخه يوه ګډه کمېټه جوړه او بيا د يوه جامع پلان له مخې، په ګډه د قاچاق کوونکو او خرڅوونکو د نيولو او معتادينو د راغونډولو په برخه کې کار وکړو.

خو د ولسي جرګې غړی شهزاده شاهد نشه‌يي مواد يوه نړيواله ستونزه بولي او انتقاد کوي چې د نشه‌يي موادو پر ضد مبارزه کې د سيمې او نړۍ هېوادونه له افغانستان سره په ګډه کار نه‌کوي او د مبارزې همدا نيمګړې تګلاره د دې لامل شوې چې افغانستان د نشه‌يي موادو د کښت، توليد او قاچاق قرباني شي.

دی وایي:

"د لويو قاچاق کوونکو د نيولو لپاره د ملي، سيمې او نړۍ په کچه کار نه‌کېږي، کله چې د نشه‌يي موادو غوښتنه کېږي، په هماغه اندازه دا مواد بازار ته وړاندې کېږي، څرنګه چې نشه‌يي مواد له افغانستان څخه بهرنيو هېوادونو ته قاچاق کېږي او بيه‌يې هم لوړه ده، نو زموږ بې‌وزله خلک د نشه‌يي موادو کښت او توليد ته هڅول کېږي او ان دا چې له دوی سره همکاري کېږي او له ناامنه سيمو څخه د دې کار لپاره ناوړه ګټه اخيستل کېږي."

د نشه‌يي موادو د قاچاق کوونکو او خرڅوونکو د نيول کېدو خبره په داسي وخت کې يادېږي چې د کابل امنيه قوماندانۍ له يوې مياشتې راهيسې د نشه‌يي موادو د قاچاق کوونکو او خرڅوونکو پر ضد عمليات ډېر کړي او د دې عملياتو په بهير کې يې د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه تر زرو ډېر معتادين راټول کړي او د درملنې مرکزونو ته‌یې استولي دي.

د کورنيو چارو وزارت د نشه‌يي موادو پر ضد مبارزې معينيت هم وايي چې د نشه‌يي موادو په قانون او جزا کوډ کې تعديلاتو او بدلونونو د نشه‌يي موادو د قاچاق کوونکو او خرڅوونکو پر ضد مبارزه کې له دوی سره مرسته کړې ده.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:23 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG