د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۶

په اندونیزیا کې د علماوو ناسته به د افغان جګړې په کمېدو کې څه مرسته وکړي؟

اندونیزیا نن د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو د یوې غونډې کوربه دی.

د افغانستان د دیني عالمانو پلاوی چې بوګور ښار ته رسېدلی، هیله لري چې د اندونیزیا د غونډې بحثونه به په افغانستان او سیمه کې د جګړې او تشدد له کمېدو سره مرسته وکړي.

تمه ده چې دغه دیني عالمان به په افغانستان کې د وسله والو یاغیانو جګړه غیرشرعي عمل اعلان کړي.

قاسم حلیمي
قاسم حلیمي

د افغانستان د عالمانو د شورا غړي قاسم حلیمي تېره شپه له اندونیزیا څخه په ټيليفوني خبرو کې ازادي راډیو ته د دې غونډې د اجنډا په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه:

"زموږ اساسي هدف به په ګران هېواد افغانستان کې د سولې ټینګښت او د جګړې او تشدد پای ته رسول وي، په دې کنفرانس کې اکثر ویناوې به د افراطیت پرضد، د اعتدال او وسطیت په اساس د اسلام دین د حقیقت په اړه وي او هغو به د هغه څه په اړه چې افغانان یې غواړي او اړتیا ورته لري، ویناګانې وکړي."

ښاغلی حلیمي وايي، د کنفرانس په درشل کې هم دوی د پاکستان او اندونیزیا له دیني علماوو سره بحثونه درلودل.

هغه زیاته کړه چې په پرونیو بحثونو کې د درې واړو هېوادونو دیني عالمانو له افراطیت او تشدد سره مخالفت څرګند کړ.

د حلیمي په وینا، د دې کنفرانس ګډونوال کولای شي چې د سیمې د روانو ستونزو د حل په برخه کې مرسته وکړي:

ښاغلي حلیمي وویل:

"دا د افغانستان د شخړې د حل لپاره کوم کنفرانس نه دی چې ټولې ستونزې به ختمې کړي او هرڅه به ګل او ګلزار شي، خو دا یو ښه پیل دی، د پاکستان له علماوو سره د ناستې فضا ډېره دوستانه ده، هیله مند یوو چې دا به یو ښه پیل وي، په راتلونکي کې به د افغانستان او پاکستان علما وکولای شي چې په تفاهم سره د منطقې مشکلات حل کړي."

په نننۍ غونډه کې د افغانستان او پاکستان شپاړس شپاړس او د اندونیزیا شل تنه دیني عالمان ګډون کوي، دا لومړی ځل دی چې د دې درېیو هېوادو دیني عالمان په یوه غونډه کې ګډون کوي.

د دې غونډې د جوړېدو وړاندیز د اندونیزیا ولسمشر پروسږکال په سلواغې میاشت کې کابل ته د سفر پرمهال وکړ.

جوکو ویدودو وویل، اندونیزیا چمتو ده چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې مرسته وکړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG