د افغان ښځو پنځم نړیوال سمپوزیم تر دې نوم لاندې چې افغان ښځه مسؤله اوسېدونکي ده پای ته ورسېد.
د افغان ښځو په اړه په پنځم سمپوزیم کې له ناامنه ولایتونو او سیمو نه هم د ښځو ګډون د پاملرنې وړ وو.
له ډلې یې په دغه سمپوزیم کې د ننګرهار د اچین له ولسوالۍ نه هم څلور ښځو ګډون درلود.
اچین د ننګرهار هغه ولسوالي ده چې له دې وړاندې هلته د داعش یا اسلامي دولت ډلې د پراخو فعالیتونو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.
د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې منیرې یوسفزاده د پنجشنبې په ورځ په یوه ګډه خبري غونډه کې په دې اړه وویل:
"د مدني فعالانو نه څلورو ښځینه او دوه سړیو له اچین ولسوالۍ نه په دغه سمپوزیم کې برخه اخیستي وه چې د دغې ولسوالۍ امنیتي وضعیت ته په کتو دا زموږ لپاره د ویاړ ځای دی."
دا په داسې حال کې ده چې د افغان مېرمنو پنځم نړیوال سمپیوزیم د روانې ثور میاشتې په ۱۷ نېټه د ولسمشر محمد اشرف غني په وینا پیل او پرون پای ته ورسېد.
په دغه سمپوزیم کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو نه شااوخوا ۳۵۰ مېرمنو ګډون کړی و او د ښځو په اړه په بېلابېلو موضوعاتو په کې بحث وشو.
له دې وړاندې لومړی او دویم سمپوزیم په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ مېلادي کالونو کې په ناروې او د امریکا په متحده ایالاتو کې تر سره شوی و.
خو په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ مېلادي کالونو کې د دریم او څلورم سپموزیم کوربه توب بیا لکه د سږ کال په څير افغان حکومت په غاړه درلود.
د لومړي مېرمنې مطبوعاتي سلاکارې زهرا یوسفي دغې ګډې خبرې ناستې ته وویل چې په پنځم سمپوزیم کې افغان مېرمنو د سواد د زدکړې په برخه کې د لازمو امکاناتو او ښوونځيو د نه شتون، او روغتیايي خدماتو ته د نه لاس رسي نه شکایت وکړ:
"څرنګه چې ښځې او سړي په یوه ټولنه کې ژوند کوي او له دې امله چې سړی مسؤله او باید مسړلیت منونکي وي ښځې هم د مسؤلې په حیث پېژندل کېږي له همدې کبله مو د دریو ورځو لپاره دا سمپوزیم رابللی و چې ډېر بریالی پای ته ورسېد."
په ورته وخت کې د ښځو چارو وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ په دغې خبري غونډه کې وویل، دا وزارت په پام کې لري چې د زونونو په کچه هم د ښځو سمپوزیمونه جوړ کړي.
د نوموړي په وینا ټاکل شوې چې روان کال د افغانستان په ختیځ او لوېدیځ زون کې د افغان ښځو سمپوزیمونه جوړ شي.
راپور: محمد حدیث پردېس