په افغانستان کې له شااوخوا ۴۰ کلونو راهیسې پرلهپسې جنګونو، بېکاریو، مهاجرتونو، وچکالیو، طبیعي افتونو، روغتیايي او داسې نورو ستونزو ته د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو او مدافع بنسټونو لهخوا لازمه پاملرنه نهده شوې.
دا خبرې د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۱۹» په کابل کې "د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون لهخوا د ځواب ویلو، بشري حقونو، سولې او عدالت" په نوم جوړ شوي کنفرانس کې وکړې.
لوی څارنوال وايي، د بشري حقونو نړیوال سازمانونه او مدافع بنسټونه باید په دې برخه کې د دوی په پروګرامونو او ستراتېژیو کې بدلونونه راولي.
نوموړي زیاته کړه:
"په نړیواله برخه کې څو وروستي کلونه وینو چې د بشري حقونو د فکر تولیدول له رکود سره مخ دي. موږ نور د بشري حقونو اړوند د دوهم نړیوال جنګ وروسته، د کنوانسینونو او مېکانیزمونو شاهدان نهیوو. مېکانیزمونه، مقررات او بنسټونه چې رامنځته شوي هم دي، تر نننه نهدي توانېدلي چې د هغو خلکو لپاره چې بشري حقونو ته ډېره اړتیا لري، مرستې او اسانتیاوې برابرې کړي."
ښاغلي حمیدي وویل، افغانستان د بشري حقونو د نړیوالو سازمانو او کنوانسینونو، ټول اصول منلي او پلي کړې یې دي، خو پهدې برخه کې د بشري حقونو له نړیوالو سازمانونو او کنوانسینونو هیله ده چې په خپلو ستراتېژیو کې بدلونونه راولي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رئيسې سیما سمر د دغه کنفرانس هدف، په هېواد کې د بشري حقونو خوندیتوب، د عدالت د تأمینولو، ځواب ورکونې او سولې او ثبات د ټینګښت لپاره، د بېلابېلو ارګانونو د مسؤلینو د نظریاتو وړاندې کول، وښود.
د دغه کمېسیون رئیسې سیما سمر وویل:
"له محکمې پرته وژنې، پرته له تفکیکه هوايي بمبارۍ، بېځایه شوې کورنۍ یا ګاونډیو هېوادونو ته مهاجرتونه دا هغه قضیې دي چې په خواشينۍ سره، اکثرهیې بېځوابه پاتې دي. رژیمونه او حکومتونه بدل شول، خو له بشري حقونو سرغړونو دوام کړی دی."
په دغې ناسته کې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د پلاوي سفیر پیري میاودون ژمنه وکړه چې د بشري حقونو، عدالت، ځواب ورکونې، سولې او ثبات په برخو کې به د ظرفیتونو د لوړولو تر څنګ پهدې برخه کې لازمې مرستې وکړي.
د چارو پوه خوشحال خلیل پهدې باور دی، کوم هېوادونه چې له وروسته پاتې او مصیبت ځپلو هېوادونو سره مرستې کولای شي، تر ډېره خپلو ګټو ته ژمن دي، له همدې امله په وروسته پاتې هېوادونو کې ناخوالې ډېر دوام کوي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هیله ښيي چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه په ګډه د افغانستان روانې ستونزې ته د حل یوه عملي مناسبه لاره ولټوي.
راپور: خان محمد سیند