د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

دفاع وزارت د بغلان د تاله و برفک ولسوالۍ د سقوط راپورونه رد کړل


د افغانستان دفاع وزارت د بغلان ولایت د تاله و برفک ولسوالۍ د سقوط په اړه راپورونه رد کړل.

د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال د ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

نوموړي زیاته کړه چې افغان ځواکونه هڅه کوي څو وسله‌وال طالبان له سیمې پر شا کړي.

دی زیاتوي:

"تاله و برفک ولسوالۍ سقوط نه‌دی کړی، په دغې سیمه کې جګړه روانه ده، د ۲۰۹ قول اردو کنډک چې په سیمه کې موجود دی موږ ته خبر راکړ چې سخته جګړه روانه ده او موږ ډاډمن یو چې وسله‌والو طالبانو ته په دغې جګړه کې ماته ورکړو."

دا په داسې حال کې ده چې نن ماسپيښن د بغلان د ولایتي شورا رئیس صفدر محسني ازادي راډیو ته وویل چې دغه ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو سقوط کړې ده.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم رسنیو ته په لېږل شوي پيغام کې ویلي چې نن ۳ بجې د دوی وسله‌والو د تاله و برفک ولسوالۍ مرکز نیولی دی.

XS
SM
MD
LG