د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۱۳

ریال مادرید د ال کلاسیکو سیالۍ مساوي پای ته ورسوله

ریال مادرید د بارسلونا په کوربه‎توب د ال کلاسیکو سیالۍ مساوي پای ته ورسوله.

دغه په زړه پورې سیالۍ چې تېره شپه په نیو کمپ سټډیوم کې وه، لوبه دوه د دوه پر وړاندې مساوي پای ته ورسېده.

د لوبې لومړۍ نیمايي یو د یو مساوي اعلان شوه چې د بارسلونا لوبغاړی لوئیس سوارس او د ریال مادرید پرتګالي لوبغاړی رونالدو یو-یو ګول ووهه.

په دوهمه نیمه کې لیونل مسي او ریالي لوبغاړی بیل ګول وواهه په‎دې ډول لوبه ۲ د ۲ پر وړاندې مساوي شوه.

بارسلونا د ۸۷ امتیازونو په درلودو سره د لالیګا جدول په سر کې او ریال مادرید په دغه جدول کې خپل درېيم کتار کې پاتې شو.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG