د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

IPL: سن رایزرس حیدر اباد او بنګلور لوبډله سره مخ کېږي


د هندوستان د کرکټ د غوره‎لیګ یا «IPL» په سیالیو کې نن سن رایزرس حیدر اباد او بنګلور لوبډلې یو له بل سره په حیدر اباد کې مخ کېږي.

افغان لوبغاړی راشد خان ارمان چې د سن رایزرس حیدر اباد لوبډلې په ګټه لوبېږي، که نن دوه وېکټې واخلي، په روان «ای. پي. اېل» سیالیو کې به د تر ټولو ډېرو وېکټ اخیستونکی بالر نارنجي خولۍ تر لاسه کړي.

راشد او مجیب ځدراڼ تر اوسه ۱۲-۱۲ وېکټې لري او څلور نور بهرني لوبغاړي ورڅخه مخکې دي.

د دغو لوبو د تېرې شپې په سیالیو کې بیا د مجیب ځدراڼ په شتون کې د کېنګز پنجاب لوبډلې د راجستان رایلز لوبډلې ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

مجیب ځدراڼ په څلورو اورونو کې د ۲۷ منډو په ورکولو او د درېیو وېکټو په ترلاسه کولو سره د دغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه واخیستله.

XS
SM
MD
LG