د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۱۳

د افغانستان د پاورلفټنګ ملي لوبډلې یو شمېر مډالونه خپل کړل

د افغانستان د پاورلفټنګ «وزن پورته کولو» ملي لوبډلې د هند په اسیایي لوبو کې پنځه د سرو زرو، یو د سپین‎زرو او ۱۱ د برونزو مډالونه خپل کړل.

د بدني روزنې او ورزش ریاست ویاند عارف پیمان نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې فواد شیرین د دغو سیالیو غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

د هند اسیايي لوبې د ۱۴ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون یوه اوونۍ مخکې پیل شوې وې او پرون یکشنبه پای ته ورسېدې.

دغه‌راز د افغانستان د کورش ملي لوبډلې د اندونیزیا په اسیايي لوبو کې ۲ د سرو زرو او ۲ د سپین‎زرو مډالونه واخیستل.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG