د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۲۵

پر حکومت د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټـې نیوکه!

TV camera press journalist
TV camera press journalist

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه انتقاد کوي چې حکومت د خبریالانو د ملاتړ او د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي دوسیو ته د رسیده ګۍ په برخه کې جدي عمل نه دی کړی.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د خبریالانو د وژل کېدو وروستۍ پېښې ته په کتو وايي، سره له دې چې افغان حکومت تل د خبریالانو د ملاتړ خبرې کړي، خو تراوسه یې دا کار نه دی کړی او د خبریالانو د وژنو د دوسیو نتایج یې نه دي روښانه کړي.

د دغې کمېټې یوه مسؤل صدیق الله توحیدي د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري ناسته کې ټینګار وکړ چې حکومت باید د خبریالانو خوندیتوب او امنیت ته پام وکړي.

صدیق الله توحیدي
صدیق الله توحیدي

نوموړي وویل:

"په خواشينۍ سره حکومت د کمزورۍ او نیمګړتیاو له امله چې لري یې، د ټولیزو رسنیو د فعالیت د کړنلارې په پلې کولو کې عاجز دی او خبریالان چې ګواښل کېږي، حکومت او ګڼو نورو بنسټونو یې ملاتړ نه دی کړی."

ښاغلي توحیدي وویل، یوشمېر خبریالانو د مې په درېیمه په یوې ناسته کې خپلې ستونزې او یو لړغوښتنې له دوی سره مطرح کړې چې پاملرنه ورته وشي.

دی وايي، خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د دوی په هکله د خوندیتوب د کړنلارې پلې کول، د ښځینه خبریالانو خوندیتوب، په انتخاباتو کې د دوی لپاره د جدي امنیتي تدابیرو نیول، کاري خوندیتوب، د ټولیزو رسنیو د مقررې پلې کول، د مجازاتو نه معافېدل او اطلاعاتو ته لارسی غواړي.

ښاغلي توحیدي دا هم وویل چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په ترورېستي پېښو کې د خبریالانو د ژغورلو لپاره یو لړ ژغورونکي وسایل تیار کړي او هغه خبریالان چې ترګواښ لاندې دي، د امنیتي مسایلو په اړه ورته د پوهاوي ورکشاپونه جوړوي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د تېرې دوشنبې په ورځ په کابل کې ۹خبریالان په یوې ځانوژونکې حمله کې ووژل شول.

په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، حکومت د خبریالانو د خوندیتوب او د دوی د ستونزو د هواري لپاره، رسنیو او حکومت په ګډه سره د مصؤنیت د کمېټې په جوړولو ګام اخیستی او دغه هڅې اوس هم روانې دي.

سیداقا فاضل سانچارکي
سیداقا فاضل سانچارکي

د دغه وزارت د نشراتي معین سیداقا فاضل سانچارکي پر خبریالانو وروستۍ حملې ته په کتو وویل:

"له هغې زړه بوږنوونکې پېښې وروسته چې رامنځته او زموږ ګران ژورنالیستان پکې شهیدان شول، فوق العاده حالت رامنځته شو، له امنیتي لوړو پوړو چارواکو سره مو څو جدي ناستې لرلې، ټیمونه جوړ شول، د ترورېستي حملو پرمهال مو د خبر او راپور جوړولو لپاره یو لارښود جوړ کړ چې هم اطلاعاتو ته لاسرسی اخلال نه شي او هم خبریال خوندي وي، دغه لارښود جوړ شو چې نهايي شي."

ښاغلي سانچارکي وویل، دغې ګډې کمېټي تر اوسه د خبریالانو اړوند ۱۰۷۲ دوسيې ارزولي او اطلاعاتو ته یې د لاسري په برخه کې د خبریالانو د ستونزو د هوارولو په خاطر د رسنیو له مسؤلینو سره بحثونه کړي دي .

راپور: خان محمد سیند

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG