تمه ده چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسون به نن یکشنبې د یوه دوه ورځني سفر لپاره واشنګټن ته ورسېږي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسون به د متحد ایالاتو له مرستیال ولسمشر مایک پنس، د ملي امنیت له سلاکار جان بولټن او د کانګرس له غړو سره وګوري.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی جانسون به پهدې کتنو کې د ایران د اټمي موافقې په اړه خبرې وکړي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د ایران په اټمي موافقه کې اصلاحات رانهشي، نو امریکا به ترې ووځي، خو داسې ښکاري چې ښاغلی جانسون به د نورو نړیوالو مسایلو په اړه هم په واشنګټن کې له چارواکو سره خبرې وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي:
بریتانیا، امریکا او نور اروپايي متحدان یې د ایران د هغو اقداماتو پر وړاندې چې نتیجه یې د منځني ختیځ ناامني ده او همدا راز د انټرنېټ له لارې د تهران د تخریبي فعالیتونو، د حزبالله د ملاتړ او د بالسټیک توغندیو د خطرناک پروګرام د مخنیوي لپاره په هڅو کې یوه خوله دي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه روسیې، سوریې او شمالي کوریا ته د اشارې په ترڅ کې د ښاغلي جانسون له قوله لیکي چې وايي، بریتانیا او متحد ایالات په ډېرو نړیوالو مسایلو کې د بهرنۍ پالیسۍ له ورته ستونزو سره مخامخ دي.
بریتانیا ویلي چې د ایران او شپږو پیاوړ قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي موافقې ته به ژمنه پاتې شي.
دا موافقه د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال لاسلیک شوې وه.
تهران پهدې موافقه کې منلې ده چې د نړیوالو بندیزونو د فسخ کولو په بدل کې به خپل اټمي فعالیتونه محدودوي.
خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا موافقه نیمګړې بللې او ګواښ یې کړی چې که د مې تر دولسمې نېټې پورې یې دا نیمګړتیاوې لېرې نهشي نو امریکا به ترې ووځي.
د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون او د جرمني صدراعظمې انګلامرکل د اپریل میاشتې په وروستیو کې په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره په جلا کتنو کې له تهران سره د اټمي موافقې په اړه خبرې وکړي.
فرانسې او جرمني له بریتانیا سره ورته دریځ خپل کړی دی او له واشنګټنه غواړي چې له دې موافقې څخه دې نه وځي.