د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۰

ځيني استازي او کارپوهان: پاکستان د امریکا له باور سره تازه لوبه پیل کړې

د افغانستان له سولې او ثبات سره همکاري او که د واشنګټن د باور تر لاسه کولو لپاره د پاکستان د نوې لوبې پیل؟

د ولسي جرګې یوشمېر غړي او سیاسي کارپوهان وايي، له پاکستان سره د افغان سولې په اړه خبرې د وخت ضایع کول دي.

د ولسي جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي باور نه لري چې پاکستان دې په افغان سوله کې رښتینې همکاري وکړي.

د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان وايي، که پنټاګون وغواړي، کولای شي چې پاکستان د ترورېزم له ملاتړه راوګرځوي.

د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان
د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان

نوموړي ویلي:

"هغه لاره چې امریکا اوس د پاکستان په مقابل کې غوره کړې، په ظاهر کې ښه ښکاري، خو له بده مرغه څومره چې لیدل کېږي او تېرو تجربو هم دا ښودلې، هر څوک په افغانستان کې خپلې ګټې پالي، تر هغې چې په نړیواله کچه د سولې په اړه رښتینی فکر ونه شي، فکر نه کوم چې څه وشو کولای."

تازه د امریکا دفاع وزارت ویلي چې د افغان سولې په برخه کې له پاکستان سره له نېږدې کار کوي.

له کلونو راهیسې د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې دي او افغانستان ادعا کوي چې پاکستان د افغان سولې په تړاو رښتینې همکاري نه کوي.

د ترورېزم پر وړاندې پڅه مبارزه او دغه شان په دې برخه کې د افغان حکومت په خبره، د عملي اقداماتو پرځای یوازې ژمنې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا اصلی لامل بلل کېږي، خو د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، که پاکستان اقدامات ونکړي، فشارونه به پرې زیات شي.

له هڅو سره سره یوشمېر امریکايي سیاستوال او سناتوران وايي چې د پاکستان په سیاست کې بدلون نه دی راغلی او لا یې هم وسله وال په خاوره کې مرکزونه لري.

افغان حکومت تل په پاکستان د امریکا پر فشارونو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دوی له هر هغه اقدامه چې د پاکستان په سیاست کې بدلون راولي، ملاتړ کوي.

د سیاسي چارو یوشمېر افغان کارپوهان وايي، له دې سره چې پاکستان سرحدي سرغړونو او له ترورېزمه ملاتړ ته دوام ورکوي، هڅه کوي چې یو ځل بیا د امریکا باور تر لاسه کړي.

د سیاسي چارو افغان کارپوه ودیر صافی
د سیاسي چارو افغان کارپوه ودیر صافی

د سیاسي چارو افغان کارپوه ودیر صافی وایي:

"پاکستان اوس هم خپلو کارونو ته دوام ورکوي، له دې وېرې چې هسې نه نظامي فشارونه دا هېواد بل لوري ته بوځي، د امریکا د باور د تر لاسه کولو په لټه کې دی، ځکه چې دا وروستۍ انتخاب دی چې امریکا يې د دغه هېواد پر وړاندې کاروي، مونږ په دې تمه یوو چې امریکا د دغه هېواد پر وړاندې جدي اقدامات وکړي، ځکه مونږ چې وینو، د هغه هېواد له لورې په خوله یو څه، خو په عمل کې مخالف حرکت ترسره کېږي."

ښاغلی صافی ټینګار کوي چې د پاکستان سیاست د هغه هېواد د پوځیانو په لاس کې دی، نو ځکه که د امریکا د دفاع وزارت له لږ جدیته کار واخلي، پر اسلام اباد به یې اغېز ډېر وي.

راپور: محمد حدیث پردېس

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG