د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

د الکسي ناوالني پلویان نن د ولادمیر پوتین پر ضد لاریونونه او مظاهرې کوي


د روسيې د حکومت د سیاسي مخالف الکسي ناوالني پلویان نن شنبه د مسکو په ګډون په مختلفو ښارونو کې د ولسمشر ولادمیر پوتین پر ضد لاریونونه او مظاهرې کوي.

که څه هم روسي چارواکو محدود شمېر لاریونونو ته اجازه ورکړې ده، خو د ناوالني ملاتړو په شااوخوا ۹۰ ښارونو کې مظاهرې او لاریونونه پلان کړي دي.

په همدې حال کې د روسيې په لېرې ختیځ او سابیریا کې د پولیسو له خوا د یو شمېر اعراض کوونکو د نیولو خبرونه رسېدلي دي.

الکسي ناوالني
الکسي ناوالني

د ننني لاریونونه چې (ته زمونږ پاچا نه يې) تر شعار لاندې کېږي، هدف په واک کې د اتلسو کلونو لپاره د ولادمیر پوتین د پاتې کېدو پر ضد غږ پورته کول دي.

د ولسمشر پوتین مخالفين نوموړی یو مستبد واکمن یادوي او د هغه حکومت فاسد بولي.

د روسيې د حکومت سیاسي مخالف الکسي ناوالني چې د مالي جرمونو په قضیه کې مجرم پېژندل شوی، د جمهوري ریاست لپاره له کاندیدۍ منع دی.

خو نوموړی وايي، پر ده لګېدلي تورونه جعلي دي او سیاسي انګېزه لري.

د نن ورځې تر لاریونونو دمخه د سات پیټرسبورګ، تامبو او کیمیروف ښارونو په ګډون، په ګڼ شمېر سیمو کې لسګونه حکومت ضد لاریون کوونکي توقیف شوي دي.

روسي چارواکي وايي، دا کسان ځکه نیول شوي چې د مظاهرو او لاریونونو د ترسره کولو لپاره يې له ټاکل شویو مقرراتو سرغړونه کړې ده.

چارواکو د الکسي ناوالني پلویانو ته خبرداری ورکړی چې په پایتخت مسکو کې لاریونونه ونه کړي .

روسي مقامات وايي، په مسکو کې د حکومت ددې سیاسي مخالف د پلویانو لاریونونه په بشپړ ډول غیر قانوني دي.

XS
SM
MD
LG