د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د بشري حقونو، ښې حکومتوالۍ او کډوالۍ په اړه دوهمه کاري ناسته د شنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوه.
د هېواد لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني وايي، افغانستان او اورپايي ټولنه ګډ ارزښتونه لري او د دغو ارښتونو په بنسټیز کولو کې اروپايي ټولنې مهم رول لوبولی دی.
اغلې غني د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان او اروپايې ټولنې ترمنځ د بشري حقونو، ښې حکومتوالۍ او مهاجرت په اړه دوهمه ناسته کې وویل چې د ولسواک نظام په رامنځته کولو کې د اروپايي ټولنې هڅې د ستایلو دي، خو پخپله افغان حکومت هم په دې برخه کې مکلیفتونه لري.
نوموړې وویل:
"د بشري حقونو په برخه کې د ژمنو عملي کول، یو مهمه او ملي موضوع ده او افغان حکومت مکلف دی چې امکاناتو ته په کتو په دې برخه کې وضع شوي اصول او قواعد عملي کړي."
د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ کاري ډلې تېر کال رامنځته شوې چې لومړنۍ ناسته یې د تېر میلادي کال د فبرورۍ د میاشتې په اتمه په بروکسل کې ترسره شوه.
د افغانستان او اروپايي ټولنې کاري ډلې په کال کې یو ځل د مهمو مسایلو په اړه ناستې کوي او یو بل ته مشخص وړاندیزونه کوي.
د سږنۍ ناستې بحث یې د بشري حقونو، ښې حکومتوالۍ او کډوالۍ په مسایلو متمرکز و.
یادې ناستې ته د اروپايي ټولنې استازې مېرمن پولا پیمپولاني وویل، د بشري حقونو تامین د ډموکراسۍ او نظامونو د دوام لپاره مهم اصل دی او اروپايي ټولنه به له افغانستانه خپل سیاسي ملاتړ ته دوام ورکړي.
نوموړې زیاته کړه:
"د بشري حقونو خوندیتوب او د ډموکراسۍ پیاوړتیا زموږ د اجنډا مهم اصل دی، اروپايي ټولنه په دې باور ده چې نظامونه او ټولنې بقا موندلی شي چې ډموکراسي په کې پیاوړې او بشري حقونو ته درناوی وشي."
د اغلې پولا په خبره، اروپايي ټولنه به د افغان کډوالو د ستونزو د اساسي حل په برخه کې هم له افغان حکومت سره ګډ کار ته دوام ورکړي.
راپور: محمد حدیث پردېس