د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۴

صدیقي: هیله مند یوو چې د جاکارتا په ناسته کې به عالمان د افغانستان جنګ حرام وبلي


د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو د ناستې د جوړېدو په درشل کې، د افغانستان مشرانو جرګه هیله ښيي چې دغه ناسته به ښه نتایج ولري.

د دغې جرګې اداري پلاوی په جاکارتا کې د درېيو هېوادونو د دینې عالمانو ناسته مهمه ګڼي او هیله ښيي چې دغه ناسته به په افغانستان کې د روانې جګړې پرضد فتوی صادره کړي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د اندونیزیا، پاکستان او افغانستان د دینې عالمانو په ناسته کې به د افغانستان د روانې جګړې حرام ګڼل، د سولې پروسه پیاوړې کړي.

ښاغلی صدیقي وايي، افغان دیني عالمان چې د جاکارتا په ناسته کې برخه اخلي، باید هڅه وکړي چې په هېواد کې د جګړې پرضد فتوی صادره کړي.

اصف صدیقي
اصف صدیقي

نوموړي وویل:

"هیله مند یوو چې د افغانستان دیني عالمان له دغه فرصته ښه استفاده وکړي او نورو عالمانو ته ووايي چې په افغانستان کې جنګ د اسلام لپاره نه، بلکې اسلام وژنه او افغان وژنه ده، راځئ چې په صداقت سره همکاري وکړو چې عالمان د نظام د مخالفینو پرضد فتوی صادره کړي، که دغه کار وشي، زه فکر کوم، دا به یوه لاسته راوړنه او بریالیتوب وي."

په پام کې ده چې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دینې عالمانو ناسته، د جمعې په ورځ د اندونیزیا په مرکز جاکارتا کې جوړه شي.

د اندونیز ولسمشر کابل ته د خپل سفر پرمهال دغه ناسته د روان میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې مطرح کړې وه.

ویل شوي چې په دغه ناسته کې به له افغانستانه ۲۰، له پاکستانه هم په همدې شمېر او د اندونیزیا یوشمېر دیني عالمان ګډون وکړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد اکرم خپلواک چې جاکارتا ته تللی‎، په خپله تویټرپاڼه یې لیکلي چې په دغه ناسته کې به معتبر دینې عالمان د افغانستان د سولې او ثبات په تړاو بحثونه وکړي.

د افغانستان د سیاسي چارو ځیني پوهان سره له دې چې وايي، ممکن دغه ناسته پاکستان د افغانستان همکارۍ ته ونه شي هڅولی، خو تر څنګ یې په دې باور دي چې د جاکارتا ناسته به د عامو خلکو پر ذهنونو بې اغېزې نه وي.

دی وایي:

د دغو کارپوهانو له ډلې داود مایار وايي:

"ګټه یې داده چې د عامو خلکو پر ذهنونو به مثبت اثر وکړي، ځکه د مخالفینو له خوا جنګ او جګړې ته د خلکو هڅول، د اسلام په نامه کېږي، دغه ناسته مثبت تاثیر لري او نوی کهول به متوجه شي چې دین د سولې غوښتنې امر دی، له دې پلوه افغانستان ته ګټوره ده."

بل خوا د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د نړۍ د دیني عالمانو د یو بل کنفرانس د جوړولو هڅې شوې، خو جزیات نه دي ورکړل شوي چې دغه کنفرانس به کله او په کوم هېواد کې جوړ شي.

افغان حکومت هڅه کوي چې، د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو د کنفرانسونو په جوړولو سره، په هېواد کې روان جنګ ختم، امن ټینګ او سوله راولي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG