د هندوستان د کرکټ غورهلیګ سیالیو په لړ کې بنګلور، ممبي ته د ۱۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
رائل چیلنجرز بنګلور لوبډلې لومړی بیټنګ وکړ او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۷ وکټو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۶۸ منډو هدف وټاکه چې په ځواب کې ممبيي انډينز لوبډلې په شلو اورونو کې د ۷ وکټو په زیان سره ۱۵۳ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۱۴ منډو په توپیر بایلوده.
ټیم ساوتي چې په ۴ اورونو کې یې د ۲۵ منډو په بدل کې د ممبيي انډينز لوبډلې دوه لوبغاړي سوځولي وو، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
ټاکل شوې د نن شپې په لوبه کې ډهلي د راجستان په وړاندې د لوبې ډګر ته ولاړ شي.