د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، یو لوړ رتبه افغان پلاوي چې مشري يې د کورنیو چارو وزیر ویس برمک کوله، د پاریس په امنیتي کنفرانس کې برخه واخېسته.
د دې وزارت ویاند نجیب دانش پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې له ښاغلي برمک سره د کورنیو چارو د وزارت د بهرنیو اړیکو عمومي رئیس امانالدین مبارز هم ملګری و.
ښاغلي دانش ویلي چې د پاریس د کنفرانس ګډونوالو په خپلو هېوادونو کې د ترورېزم د مالي سرچینو په مخنیوي او بندولو موافقه کړې ده.
اسوشیټېډ پرېس اژانس بیا ویلي دي چې د کانفرانس ګډونوالو ژمنه وکړه چې د پیسو په لېږد کې د شفافیت د زیاتوالي په هدف به په نړیواله سطحه خپله همکاري پراخه کړي.
د پاریس د امنیتي کنفرانس وروستي بیان کې راغلي دي چې ګډونوالو موافقه وکړه چې د ترورېزم د تمویل سرچینې دې د اغېزمنو بندېزونو لهلارې په نښه شي.
د دې کنفرانس چې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون يې مشري کوله اصلي هدف په اوږدو مهال کې د تروریستي ګواښونو کمول دي.
ښاغلي مکرون د کنفرانس د برخهوالو لهخوا د داعش ډلې د مالي سرچینو د لهمنځه وړلو لپاره د یوه ائتلاف د جوړېدو له پیشنهاده هرکلی وکړ.
امانوئل مکرون وویل، دښمنان له ټکنالوژۍ په ګټې خپل تکتیکونه بدلوي او همدې ته په پام سره باید د هغوی پرضد په پوره هوډ مبارزه وشي.
که څه هم د فرانسې مشر د کوم هېواد نوم یاد نهکړ، خو ويې ویل چې زیات هېوادونه شته چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د تروریستي ډلو د قوي کېدو لامل دي.
د پاریس په امنیتي کنفرانس کې وویل شول چې که څه هم داعش په سوریه او عراق کې مات شوی دی خو دا ډله او القاعده شبکه په افغانستان، یمن، مالیزیا، فلپین، مصر او د افریقا په جنوب کې فعاله ده.
د فرانسې د ولسمشر دفتر د داعش د مالي سرچینو په اړه د اسنادو په شریکولو سره ویلي دي چې دې ډلې له ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۶ کاله پورې د جایدادونو د اخېستلو او پلورولو لهلارې شاوخوا دوه نیم میلیارده ډالر ترلاسه کړي دي.
دغه راز په فرانسه کې ۴۱۶اشخاص له داعش ډلې سره د مالي مرستو په خاطر پېژندل شوي دي.
پهدې کانفرانس کې له ګډون والو وغوښتل شول چې په خپلو هېوادونو کې په غیر قانوني توګه د پیسو د انتقال د مخنیوي لپاره ګامونه واخلي.
د پاریس د امنیتي کنفرانس ګډونوالو پریکړه وکړه چې راتلونکې کال به په استرالیا کې ورته غونډه وکړي.