د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې یو شمېر خلکو نن د جمعې په ورځ په دې مخه د ارزګان او کندهار ترمنځ لاره وتړله چې ګنې پر یاده لاره مال، عزت او سرونه خوندي نهدي.
دوی وايي، پر یاده لار يې د کندهار په مربوطاتو کې د مېشتو امنیتي پوستو
پولیس ځوروي او غېرې قانوني پيسې ورڅخه اخلي او سپکې سپورې ورته کوي.
دغه اعتراض کوونکو له دولته غوښتنه وکړه چې پر یاده لار دې مېشت پولیس له دندې لېرې کړي او د دې لارې امینت دې افغان ملي اردو ته وسپاري.
دوی ګواښ کوي چې ترهغو به لاره خلاص نهکړي، څو چې یې غوښتنې نهوي منل شوي.
په ورته وخت کې بیا د کندهار د امنیه قوماندانۍ مسؤلین د یادو خلکو خبرې ردوي.
د یادونې وړده چې دا لومړی ځل نهدی چې پر دغه لار تلونکي سپرلۍ او موټر چلوونکي د مېشتو امنیتي پوستو له پولیسو شکایت کوي، بلکې له
دې وړاندې یې هم ورته شکایتونه کړي وو.
پهدې اړه نورحال د ازادي راډيو خبریال شریفالله شرافت پهدې راپور کې: