د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

د کورنیو چارو وزارت: له نشه‎يي موادو سره مبارزه د «نصرت» عملياتو یوه برخه ده


د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، د دوی د وړانديز پر بنسټ له نشه‎يي موادو سره مبارزه د نصرت په نوم عملياتو کې شامله شوې ده.

د افغانستان د درې‎ګونو امنیتي ارګانونو له‎خوا د روان شمسي کال په لومړیو کې د نصرت په نوم عملیات پیل شوي او په ۳۴ ولایتونو کې دوام لري.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‎يي موادو سره د مبارزې معین عبدالخلیل بختیار ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې د ناټو د غوڅ ملاتړ له مأموریت سره په همغږۍ په تېرو ۷ میاشتو کې د نشه‎يي موادو د تولید د کارخانو ويجاړولو لپاره د دوی له تجربو څخه استفاده وکړي.

عبدالخلیل بختیار
عبدالخلیل بختیار

دی وايي:

"له نشه‎يي موادو سره مبارزه د نصرت عملیاتو یوه برخه ده چې په ټولو ولایتونو کې به ترسره شي، څو موږ وکولای شو د افغان ځواکونو له ځواکه د نشه‎يي موادو د کښت له‎منځه وړلو، د لابراتوارونو په ویجاړولو، د نشه‎يي موادو د زېرمو په کشف او نشه‎يي موادو د قاچاق وړونکو په نیولو کې استفاده وکړو. دا مهال موږ د غوڅ ملاتړ مأموريت له ځواکونو سره په همغږۍ لګیا یو چې د لابراتوارونو له‎منځه وړلو کې د دوی له تجربو استفاده وکړو، څو زموږ د لاسته راوړنو کچه لوړه شي."

ښاغلی بختیار وايي چې افغان ځواکونه، په ځانګړې توګه پولیس په ۲۴ ساعتونو کې په اوسط ډول د نشه‎يي موادو د تولید پر کارخانو او قاچاق وړونکو باندې ۱۰ عملیات کړي چې په نتیجه کې یې د نشه‎يي موادو قاچاق وړونکو ته زښت ډېر زیانونه وراړولي دي.

د نصرت په نوم عملیات د یوه کال لپاره پلان شوې چې کمانډو، هوايي قوه او هغه ځواکونه په‎کې شامل دي چې د شپې له‎خوا عمليات کوي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموريت ځواکونو قوماندان جان نېکلسن په پېچلو عملیاتو کې د افغان ځواکونو د ظرفیت پر لوړوالي د ټینګار تر څنګ وايي چې تېره اوونۍ په هلمند ولایت کې د نشه‎يي موادو د تولید پر کارخانو د ملي پوځ کمانډو ځواکونو عملیاتو وښوده چې دا ځواکونه د مستقلو عملیاتو توان لري.

په هلمند کې د مخدره موادو پر لابراتوار د امریکایي ځواکونو بمباري
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:13 0:00

د ملي دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا مهال د نشه‎يي موادو په وړاندې اکثره عملیات د افغان ځواکونو له‎خوا په مستقله توګه ترسره کېږي.

دی وايي:

"هغه عملیات چې ملي پوځ‌یې کوي، له نورو افغان ځواکونو سره ګډ عملیات دي، خو کله چې په ځینو ځایونو کې پرمختللې ټکنالوژۍ ته اړتیا پیدا شي، په هغه صورت کې د ملي دفاع وزارت د سوق او ادارې له‎خوا د ناټو ځواکونو له ټکنالوژۍ څخه په استفادې سره عملیات تنظیموي. دا مهال د نشه‎يي موادو د کارخانو او ماینونو پر ضد زیاتره عملیات د افغان ځواکونو له‎خوا ترسره کېږي."

د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش
د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش

له درې اوونیو راهيسې د افغان ځواکونو له‎خوا په جنوبي ولایتونو کې د کوکنارو د کښت اړولو عملیات پیل شوي چې تر اوسه‌یې په سلګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه کړې ده.

د ملي دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست وايي چې د ملي اردو ځواکونه د کوکنارو د کښت په اړولو کې د پولیسو ملاتړ کوي او په دې عملیاتو کې له هغوی سره پوره مرسته کوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG