د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

میاګل وثیق: ۳نیم میلیونه زده‌کوونکي د ناامنیو له امله له زده‌کړو پاتې دي


د افغانستان د جمهوري ریاست د چارو د ادارې د سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي اریکو رئیس وايي چې دا مهال شااوخوا درې نیم میلیونه زده‌کوونکي د ناامنیو له امله له زده‌کړو پاتې دي.

میاګل وثیق چې د پنجشنبې په ورځ‌ «۱۳۹۷ کال د غويي ۰۶» د پوهنې نړیوالې اوونۍ په لمانځ‌غونډه کې خبرې کولې وویل چې په افغانستان کې روانې ناامنۍ د پوهنې پر بهیر ناوړه اغېز کړی او په شرایطو برابر میلیونونه افغان زده‌کوونکې ښوونځو ته له تګ نه پاتې شوې دي.

میاګل وثیق وايي چې شااوخوا ۱۰۰۰ نور ښوونځي بیا د جګړو له امله تړلي پاتې دي.

وثیق: نا امني په دغه هېواد کې لامل شوې چې د پوهنې سکټور ته لکه څنګه چې لازمه وه پاملرنه ونه‌شي.
وثیق: نا امني په دغه هېواد کې لامل شوې چې د پوهنې سکټور ته لکه څنګه چې لازمه وه پاملرنه ونه‌شي.

نوموړي زیاته کړه:

"شااوخوا درې نیم میلیونه زده‌کوونکي له زده‌کړو پاتې دي، همدا شان شااوخوا ۱۰۰۰ ښوونځي د زده‌کوونکو پر مخ تړل شوي دي."

ښاغلی وثیق زیاتوي چې له ډېرو هلو ځلو سره سره بیا هم په افغانستان کې د پوهنې کیفیت لکه څنګه چې لازم و وده نه‌ده کړې.

د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې، دا مهال په افغانستان کې ۱۷۴۳۰ ښوونځي فعال دي چې له ډلې یې څه باندې ۹۰۰۰ ښوونځي ودانۍ لري او پاتې یې بې‌سرپناه دي او یا هم زده‌کوونکو ته په خيمو کې درس ورکول کېږي.

د پوهنې رئیس: په بدخشان کې ٢٦٨ ښوونځي ودانۍ نه‌لري

د نوي تعلیمي کال له پیل سره افغان حکومت ژمنه کړې چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به د ۶۰۰۰ ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې شي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د سواد د زده‌کړې معین وویل چې دا مهال په ټول افغانستان کې شااوخوا ۹ میلیونه ماشومان په زده‌کړو بوخت دي.

سردار محمد رحیمي وايي، د پوهنې په برخه کې د نورو ستونزو تر څنګ یوه مهمه ستونزه دا ده چې په تېرو ۱۰ کلونو کې د پوهنې بودجه په ملي بودجه کې له ۱۸ فیصدو نه ۱۱،۵ فیصدو ته راښکته شوې ده.

رحیمي: د ملي بودجې په سند کې د معارف بودجه په کلني ډول نیم فیصده کمه شوې ده.
رحیمي: د ملي بودجې په سند کې د معارف بودجه په کلني ډول نیم فیصده کمه شوې ده.

ښاغلی رحیمي زیاتوي:

"موږ چې د ۱۳۸۶ کال بودجه څېړو د ملي بودجې په سند کې د معارف بودجه په کلني ډول نیم فیصد کمه شوې ده، د رقم په لحاظ‌یې تغییر نه‌دی کړی، بلکې د فیصدي د ربعې په لحاظ‌یې کموالی پیدا کړی. په ۱۳۸۶ کال کې له ۱۸ فیصده څخه په ۱۳۹۷ کال کې شااوخوا ۱۱ نیم فیصده ته راښکته شوې، یعنې په تېرو ۱۰ کلونو کې شااوخوا اووه یا اته فیصده کمه شوې ده."

په ورته وخت کې د مالیې وزارت ویاند ازادي راډيو ته وویل چې یو شمېر ادارې خپل بودجه سمه نه‌شي مصرفولای او هرې ادارې ته بودجه د دوی د مصرف ظرفیت ته په پام سره ځانګړې کېږي.

اجمل حمید عبدالرحیمزی وايي، څومره چې د پوهنې وزارت بودجه مصرفولای شي، هومره ورکول کېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني روان ۱۳۹۷ تعلیمي کال له پوهنې نه د ملاتړ کال بللی او ویلي چې دې په همدې کال کې به پوهنې ته زیاته پاملرنه وشي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG