د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۸ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۲۶

ولسمشر غني د کرکټ ټیم لوبغاړو ته دولتي مډالونه ورکړل

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو ته د میوند د فاتح غازي محمد ایوب خان دولتي مډالونه او نغدي مکافات ورکړل.

ښاغلي غني تېر ماښام په ارګ کې د کرکټ د ملي لوبغاړو سره وکتل او ټینګار یې وکړ چې د کرکټ لوبغاړو د هېواد ښه او اغېزناک استازیتوب کړی دوی د سولې واقعي سفیران دي چې زه او ټول ولس ورباندې ویاړو.

جمهور رئیس د کرکټ ۲۰۱۹ نړیوال جام سیالیو ته د لار موندلو له امله دوی ته مبارکي وویله او ویې‌ویل، تاسو د «افغانستان ډسپلین» د نړیوالو په ژبه راوړ او زما ارزو دا ده چې ډسپلین په ټول هېواد کې دود شي.

افغانستان تېره میاشت په زېمبابوې کې د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې پرله‌پسې مهمې سیالۍ وګټلې او د ۲۰۱۹ نړیوال کرکټ جام ته‌یې لار پیدا کړه.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG