د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ مرغومی ۱۳۹۹ کابل ۱۲:۲۴

په "IPL" سیالیو کې کېنګز پنجاب لوبډله له ډهلي ډېرډیولز سره مخ کېږي


د هندوستان د سوداګریزو کرکټ سیالیو یا "IPL"، دوه ویشتمه لوبه د کېنګز پنجاب او ډهلي ډېرډیولز لوبډلو ترمنځ نن دوشنبه په ډهلي کې ترسره کېږي.

د کېنګز پنجاب لوبډلې چې افغان ورو بالر مجیب ځدراڼ له ځانه سره لري، تر دې دمه په پنځو لوبو کې څلور لوبې ګټلي او په دوهم مقام کې ځای لري.

د ډهلي لوبډلې بیا په پنځو لوبو کې یوه ګټلې او تر دې دمه د جدول په وروستي یا اتم مقام کې ځای لري.

د کرکټ مشهورې وېب‌پاڼې کرېک انفو د پنجاب لوبډلې په بریاوو کې د افغان لوبغاړي مجیب ځدراڼ اقتصادي توپ اچونه او د وېسټ انډیز لوبغاړي ګرېس ګېل ښه توپوهنه د پام وړ بللې ده.

د دغو سیالیو د تېرې ورځې په لومړۍ لوبه کې بیا چنای سوپر کېنګز، سن رایزرز حیدراباد ته په څلورو منډو ماته ورکړه.

افغان لوبغاړي راشد ارمان د حیدراباد په ګټه په څلورو بالونو ۱۷ ارزښتناکې منډې جوړې کړې، خو په توپ اچونه کې يې بیا په څلورو اورونو کې یوازې یو لوبغاړی وسوځاوه او ۴۹ قیمتي منډې یې ورکړې.

د دغو سیالیو د تېرې شپې دوهمه لوبه بیا راجستان رایلز د ممبی له لوبډلې څخه د درېیو وېکټو په توپیر وګټله.

XS
SM
MD
LG