د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

ټرمپ به په سپینه‎ماڼۍ کې د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون کوربه وي


له امریکا د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون درې ورځنۍ رسمي کتنه نن دوشنبه له سپینې ماڼۍ پیلېږي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ به ورته ښه راغلاست وایي.

دا به د ۲۰۱۷ میلادي کال د جنورۍ له میاشتې راهیسې چې ټرمپ قدرت ترلاسه کړی، لومړی ځل وي چې هغه په سپینه ماڼۍ کې په رسمي توګه د یوه ولسمشر هرکلی کوي.

دواړه مشران به نن دوشنبه د امریکا د لومړني ولسمشر جورج واشنګټن په کور «مونټ ویرنون» کې د ماښامنۍ خوړلو په مراسمو کې د امریکا او فرانسې د ګډو تاریخي اړیکو په اړه خبرې وکړي.

جورج واشنګټن چې د انقلابي جګړې قوماندان و، له فرانسې سره ائتلاف‌یې پر بریتانیا په بري کې مهم رول درلود.

جورج واشنګټن د انقلابي جګړې قوماندان و
جورج واشنګټن د انقلابي جګړې قوماندان و

دواړه مشران به په سپینه ماڼۍ کې د سې شنبې د ورځې په کتنه کې پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي او وروسته به په یوه ګډ خبري کنفرانس راڅرګند شي.

د چهارشنبې په ورځ به چې د اپرېل ۲۵مه ده، مکرون د کانګرس دواړو جرګو ته وینا وکړي.

پر دې ورځ په ۱۹۶۰ میلادي کال کې د فرانسې یوه مخکېني ولسمشر چارلس دو ګول د کانګرس دواړو جرګو ته وینا کړې وه.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې د دواړو مشرانو دوستي چې احتمال‌یې کم و، تېر کال له بلجیمه هغه مهال پیل شوه چې مکرون د روغبړ پر مهال د ټرمپ لاس ټینګ نیولی او هغه ته‌یې ټکان ورکړ.

په‎داسې حال کې چې نورو اروپایي مشرانو له ټرمپه په یوه فاصله کې اړیکې پاللې، خو مکرون له هغه سره نږدې اړیکې ساتلي او دواړه مشران اکثره وختونه د ټیلیفون له لارې خبرې کوي.

د روېټرز په لیکنه مکرون ته په‎دې سترګه چې هغه د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون د ژغورنې مأموریت لري، کتل کېږي حال دا چې ټرمپ ژمنه کړې چې دغه تړون به د مې د میاشتې تر نیمایي باطل کړي، که د ده اروپایي متحدین هغه قوي نه‎کړي.

دغه تړون چې پر متحده ایالاتو سربېره د نړۍ له شپږو قدرتونو سره شوی، له مخې یې د ایران اټمي پروګرام محدود شوی او لوېدیځ هم په بدل کې پر دې هېواد یو لړ بندیزونه لیرې کړي دي.

مکرون د یکشنبې په ورځ له امریکا فاکس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې دا به ښه وي چې د لغوه کولو پر ځای د ایران تړون وژغورل شي، ځکه هغه بل بدیل یا «بي» پلان نه‎لري.

د فرانسې ولسمشر دغه‌راز هڅه کوي ټرمپ ته قناعت ورکړي چې پر فولادو له ګمرکي تعرفو څخه اروپایي هېوادونه معاف کړي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون

ټرمپ په‎دې وروستیو کې له یو شمېر هېوادونو په تېره بیا له چین سره د سوداګرۍ د کسر د کمولو په ترڅ کې د فولادو په ګډون پر یو شمېر وارادتو ګمرکي تعرفې زیاتې کړې دي.

په پام کې ده چې دواړه مشران به د سوریې پر وضعیت هم خبرې وکړي.

له‎دې مخکې مکرون ویلي چې هغه ټرمپ په‎دې قانع کړی چې په سوریه کې امریکایي ځوکونه وساتي، خو ټرمپ ټینګار کړی چې امریکایي ځواکونه به له‎دې هېواده وباسي که څه هم د هغو د ایستلو مهال‎وېش‌یې نه‎دی په ډاګه کړی.

د امریکا د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، دا چې د اختلاف وړ مسایلو په اړه به د پام وړ کوم پرمختګ وشي، دا نه‎ده روښانه.

XS
SM
MD
LG