د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۰

په کابل کې د شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان ښارګوټي پروژه پرانیستل شوه


ولسمشر محمد اشرف غني او د متحده عربي اماراتو چارواکو په کابل کې د شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان ښارګوټي استوګنیزه پروژه پرانيسته.

افغان ولسمشر د کابل په قصبې سیمه کې د اماراتو په مرسته د جوړ شوي شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان ښارګوټي د پروژې په پرانيستغوڼده کې وویل، د اماراتو مثبته تجربه همېشه د بدلون لپاره یو ښه مثال دی، ځکه کله چې مدیریت او اراده موجوده وي، نو ډېر بدلونونه رامنځته کېدلای شي.

محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ په دغه پرانیستغونډه کې وویل چې د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې او همکاري د پراختیا په حال کې دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر غني زیاته کړه:

"د کورنو جوړول د ملي وحدت حکومت له اساسي هدفونو دي، تېره اوونۍ زموږ ترمنځ ښه بحثونه شوي چې څنګه همکاري پراخه کړو، هیله مند یم چې زموږ همکارۍ به ورځ تربلې ژورې او پراخېږي. "

د افغانستان د ښار او کور جوړونې وزارت د معلوماتو له مخې، د شیخ خلیفه د د استوګنیزو کورونو پروژه ۳۳۳۰ اپارتمانونه لري چې په ۱۳۹۲ کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حضور کې او د ابوظبۍ د پراختیايي صندوف د مشر له خوا یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د دغې پروژې کارونه شااوخوا پنځه کاله وړاندې پیل شول، خو د بېلابېلو لاملونو له وجې یې کارونه شاته ولوېدل.

د افغانستان د ښار او کور جوړونې وزیر سید منصور سادات نادري په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، په پروژه کې د ځنډ لاملونه د جوړوونکې کمپنۍ حقوقي ستونزې، د اساسي اړتیاو په پام کې نه نیول، د پلې لارو نه جوړول، د برښنا سټېشن نه درلودل او نورې ستونزې وې.

سید منصور سادات نادري په جوړو شویو مراسمو کې وویل، اوس د دغې پروژې ټولې ستونزې د افغان حکومت او اماراتو چارواکو له لورې هوارې شوي او اپارتمانونه به مستحقو کورنیو ته ورکړل شي.

سید منصور سادات نادري
سید منصور سادات نادري

نوموړي وویل:

"ټاکل شوې وه چې دا پروژه په ۱۳۹۳ کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وای، خو د بېلابېلو دلایلو له امله، له هغې جملې د کمپنۍ حقوقي ستونزې او یو لړ اساسي اړتیاوې په پام کې نه نیول او یو لړ استانتیاوې له پامه غورځول، د دې باعث شو چې دغه پروژه په خپل وخت بشپړه نه شي."

ښاغلی نادري زیاتوي، دغه اپارتمانونه به د دولتي کارکوونکو په ګډون، یو شمېر بې وزله کابل ښاریانو او نورو اړمنو خلکو ته ورکړل شي.

د ابوظبۍ د پراختیايي صندوق ر‎ئیس وايي، حکومت یې ژمن دی چې له افغانستان سره په بېلابېلو پراختیايي برخو کې نورې مرستې هم وکړي.

دغه ښارګوټی داسې مهال پرانيستل کېږي چې په افغانستان کې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په مرکز او ولایتونو کې، د استوګنې سلګونه ښارګوټي جوړ شوي، خو د ښار او کور جوړونې وزارت وايي، د دې ښارګوټو ۷۰ سلنه معیاري نه ‌دي.

د افغانستان د ښار او کور جوړنې وزیر وايي، دا ښارګوټی په معیاري ډول جوړ شوی او د یو عصري ښارګوټي ټول امکانات په کې په پام کې نیول شوي دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG