د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

د «الکوزي احمدشاه ابدالي» کرکټ سیالیو په لړ کې نن۳لوبې کېږي


د الکوزي احمدشاه ابدالي «فرسټ کلاس» سیالیو په لړ کې نن دری سیالۍ تر سره کېږي.

دا سیالۍ له درېیو ورځو وقفې وروسته نن په ننګرهار، کونړ او خوست لوبغالو کې پیل شوې.

د الکوزي احمدشاه ابدالي «فرسټ کلاس» سیالیو پنځه ویشتمه لوبه په ننګرهار کې د مس عینک او امو ترمنځ شپږ ویشتمه لوبه بیا په کونړ کرکټ لوبغالي کې د کابل او بند امیر ترمنځ او اویشتمه لوبه بیا په خوست کې د بوست او سپین غر لوبډلې تر منځ پیل شوي.

د کرکټ بورډ ویبپاڼې د معلوماتو له مخې تر اوسه ټولو لوبډلو اته اته لوبې تر سره کړي او بند امیر لوبډله د ډېرو امتیازونو په درلودلو سره د جدول په سر کې ده.

XS
SM
MD
LG