د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د چین لوی درستیز په بدخشان ولایت کې د افغان ملي اردو یوې غرنۍ لوا ته د پوځي تجهیزاتو په برخه کې د همکارۍ ژمنه ورکړې ده.
د دغې شورا ویاند قادر شاه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر چین ته د خپل سفر پر مهال دا غوښتنه کړې وه او هغه یې د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې مهمه وبلله.
د افغانستان بدخشان چې له چین سره پوله لري، له ۲۰۱۳ میلادي کال مخکې یو امن ولایت بلل کېده، خو هلته د طالبانو نفوذ په ناامن ولایت بدل کړ.
د ازادي راډیو خبریالې فریبا ظاهر له ښاغلي قادر شاه سره په دې اړه مرکه کړې او په سر کې یې د چینایي چارواکو له خوا د دې لوا د تجهیز په برخه کې د همکارۍ د څرنګوالي پوښتنه کړې ده.
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: