د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۷

افغان حکومت: د بې کارۍ د کچې د راټيټولو په هدف ۷۰ سلنه ښوونځي حرفوي کېږي


افغان حکومت غواړي چې د ځوانانو د بې کارۍ د کچې د راټيټولو په هدف د افغانستان ۷۰ سلنه ښوونځي حرفوي کړي.

افغان حکومت په پام کې لري چې تر راتلونکو درېيو کلونو پورې د هرې ولسوالۍ په کچه يو حرفوي ښوونځی جوړ کړي.

د بشري سرچینو، زېربناوو او ټکنالوژۍ په برخه کې د ولسمشر سلاکار محمد همایون قیومي د شنبې په ورځ «۱۳۹۷کال غويي لومړۍ» په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل، هغه ځوانان چې اوسمهال له ښوونځيو او پوهنتونو فارغېږي د مارکېټ کاري اړتیاوې نه شي پوره کولای.

ښاغلی قیومي وايي، تر راتلونکو درېیو کلونو پورې به په ټول هېواد کې له دریو سوو پورته حرفوي ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شي.

افغان زده کوونکي
افغان زده کوونکي

نوموړي زیاته کړه:

"پنځه ښوونځي تېر کال پرانېستل شول،پنځه نور حرفوي ښوونځي به سږ کال په پنځو سیمو کې جوړ شي، د ولسمشر د لارښوونې سره سم موږ غواړو په راتلونکو دوو کلونو کې په هر ولایت کې یو حرفوي ښوونځی او تر دریو کلونو پورې د هرې ولسوالۍ په کچه یو حرفوي ښوونځي ولرو چې دا له ۳۴۰ نه ډېر ښوونځي کېږي، په اوږمهال کې زموږ پلان دا دی چې زموږ اویا سلنه ښوونځي حرفوي شي."

د ښاغلي قیومي په خبره، هغه پنځه حرفوي ښوونځي چې تېر کال په کابل او بلخ ولایتونو کې جوړ شوي ډېره ښه نتیجه يې ورکړې او فارغ شوي ځوانان ترې راضی و.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په هېواد کې د شته ۱۵۰ زراعتي حرفوي ښوونځيو د پراختیا او ظرفیت لوړونې لپاره به هم هڅې وشي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال له يو میلیون ډېر ځوانان په پوهنیز سیسټم کې شامل دي چې له فراغت وروسته ډېر کم شمېر یې د لوړو زده کړو موسسو ته لار پیدا کوي او نور یې بیا د کاري وړتیاوو او حرفې د نه لرلو له امله بې کاره پاتې کېږي.

خو زیاتره ځوانان او عام خلک بیا نا امني، د کاري اسانتیاو نه شتون، اداري فساد او دغه شان د لازمو پالېسيو نشتوالی په هېواد کې د بې کارۍ او بې وزلۍ د پراختیا مهم لاملونه بولي.

د نړیوال بانک د وروستیو احصائیو له مخې چې افغان حکومت ‌یې هم تائیدوي په افغانستان کې د کار په شرایطو برابر ۱،۹میلیونه کسان بې‎ کاره دي.

په ورته وخت کې د پوهنیزو چارو کارپوه صدیق پتمن که څه هم د ښوونځیو حرفوي کېدل یو ښه اقدام بولي خو وايي، دا چاره لازمو پلانونو او امکاناتو ته اړتیا لري:

صدیق پتمن
صدیق پتمن

"د يوه حرفوي ښوونځي جوړول میلیونونو ډالرو ته اړتیا لري ځکه هلته ماشین الاتو او کافي نورو وسایلو ته اړتیا ده،حکومت دې موږ ته داسې وعدې راکړي چې هغه عملي وي."

ښاغلی پتمن وايي، په اوسنیو شرائطو کې ډېر کم امکانات لېدل کېږي چې ښوونځي دې حرفوي شي، ځکه د ده په خبره حکومت له يوې خوا دې چارې ته کافي بودجه نه لري او له بله پلوه داسې تکړه ښوونکي او استادان هم نشته چې زده کوونکو ته په اړوندو برخو کې د پام وړ روزنه ورکړي.

راپور:واصل وصال

XS
SM
MD
LG