د امريکا د متحدو ايالتونو ډيموکراټ ګوند د روسيې د حکومت، د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاين او ويکي ليکس ويبسايټ پرضد قانوني دعوا درج کړې ده.
د روسيې د حکومت، د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاين او ويکي ليکس ويبسايټ پرضد دغه قانوني دعوا پرون جمعه د نيويارک د منهاټن په يوه فډرال محکمه کې درج شوې ده.
ډيموکراټ ګوند د دعوا په دې اقامه کې ادعا کړې چې د ډونالد ټرمپ د کمپاين عالي رتبه چارواکو د روسيې له حکومت او د روسيې له پوځي استخباراتو سره جوړجاړى کړى و.
په ادعا کې ويل شوي، دا جوړجاړى د دې لپاره شوى و چې د ډيموکراټ ګوند کانديده هلیري کلېنټن زيانمنه شي او د ډيموکراټ ګوند د ايميلونو په هک کېدو سره د ټرمپ له بريا سره مرسته وشي.
د ډيموکراټ ګوند د ملي کمېټې مشر ټام پرز په يوه اعلاميه کې وويل، «روسيې زموږ پر ډيموکراسۍ په شدت حمله پيل کړه، د ډونالد ټرمپ په کمپاين کې يې ځان ته يو لېوال او فعال همکار وموند.»
په دې دعوه کې د ډيموکراټ ګوند د ايميلونو د هک کېدو په اړه هم مفصل معلومات وړاندې شوي؛ دغه راز ادعا شوې چې د ټرمپ کليدي همکارانو ويلي چې روسيې د مېرمن کلېنټن په اړه معلوماتو ته زيان رسولى دى.
په اقامه کې ولسمشر ټرمپ د تورن په توګه نه دى ياد شوى، خو د ټرمپ ګڼ همکاران يې ياد کړي چې د انتخاباتي کمپاين پر مهال يې له هغو کسانو سره کتلي چې ګومان کېږي له روسيې سره يې ارتباط درلود.
په هغوى کې د ولسمشر ټرمپ زوى ډونالد ټرمپ جې آر، د هغه زوم جرِد کوشنر، د انتخاباتي کمپاين مشر پاول منافورت او د منافورت د مرستيال ريک ګېټس نومونه ياد شوي دي.
د دې دعوا په اړه سم د لاسه سپينې ماڼۍ تبصره نه ده کړې.
ټرمپ په وار وار له خپل انتخاباتي کمپاين سره د روسيې ارتباط رد کړى او مسکو هم ويلي چې د امريکا د جمهوري رياست په تېرو ټاکنو کې يې لاسوهنه نه ده کړې.