د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۸

امریکا د پرمختللو بې پیلوټه الوتکو پر خرڅلاو محدودیتونه راکم کړل


د امریکا متحده ایالاتو د پرمختللو بې پیلوټه الوتکو پر خرڅلاو محدودیتونو راکم کړل، څو په نړیوال بازار کې له چین سره رقابت وکړای شي او هم یې د متحدینو ځواک پیاوړی شي.

د سوداګرۍ په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ لوړ پوړي سلاکار پیټر ناوارو وویل، پر ډرون یا بې پیلوټه الوتکو د خرڅلاو د محدودیتونو په لېري کولو سره به یې هېواد د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما له پالېسۍ څخه بېرته راوګرځي.

په هغې پالېسۍ کې د ډرون یا بې پیلوټه الوتکې ټکنالوژۍ ته د امریکا د متحدینو لاسرسی ستونزمن شوی و.

دا اقدام د پنجشنبې په ورځ اعلان شو.

ناوارو وویل، د حکومت له اجازې پرته او په مستقیم ډول د تولیدوونکو له خوا د ډرون خرڅلاو ته اجازه ورکول دې ته لار پرانیزي چې شرکتونه د چینایي تولیدوونکو په مقابل کې رقابت وکړي.

د امریکا د صادراتو په دې پالېسۍ کې له نویو اقداماتو سره امریکایې شرکتونه کولی شي، په مستقیم ډول خرڅلاو د دغه هېواد له متحدینو او شریکانو سره پیل کړي .

ناوارو زیاتوي، د امریکا د وسلو او الوتونکو وسایلو د صادراتو کلنۍ کچه تر زر میلیارده ډالرو پورې اټکل کېږي او د دوه نیم میلیونو وګړو لپاره د ښه معاش زمینه یې برابره کړې ده .

نوموړی وایي، دا کار په سوداګریزې راکړې ورکړې کې د کسر له منځه وړلو په برخه کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ غوښتنې پوره کولای شي.

د ولسمشر ټرمپ د سوداګریزو چارو سلاکار وویل، چین په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په پاریس کې خپلې ډرون یا بې پیلوټه الوتکې او نور هوایي تجهیزات نندارې ته کېښودل چې د ډېرو پام یې ځانته واړاوه، خو د ناوارو په خبره، د امریکا متحدین لېوال دي چې امریکایي تولیدات واخلي او ولسمشر هم غواړي چې امریکایي تولیداتو ته د امتیاز ورکولو پالیسي عملي کړي.

د ښاغلي ناوارو په خبره، که چېرې د امریکا متحدین په امریکایي وسلو او تجهیزاتو سمبال وي، کولای شي د امریکا تر څنګ په ښه توګه وجنګېږي او په لږ شمېر بهرنیو سرتېرو له ځانه ښه دفاع وکړي.

سپینې ماڼۍ د دې مقررې په خپرولو سره د کوم نوي پیرېدونکي په اړه څه ونه ویل، خو دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان امریکا ته درې اوونیز سفر وکړ.

سعودي عربستان په سیمه کې د یمن د حکومت په پلوۍ ائتلاف مشري کوي چې په دغه هېواد کې د ایران پلوه شیعه ملېشو پر ضد جنګېږي .

سعودي عربستان چې د تېلو له اړخه بډای هېواد دی، اوس هم د امریکایي وسلو یو عمده مشتري دی .

د امریکا ولسمشر تېر کال ریاض ته په خپل سفر کې له سعودي عربستان سره د ۱۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړ.

XS
SM
MD
LG