د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

د امریکا په قضا کې د سپټمبر د پېښې د بندي مجرمانو په اړه بحثونه تاوده شوي


د امریکا په قضا کې د هغو مجرمانو د برخلیک په اړه بحثونه تاوده شوي چې د سپټمبر د یوولسمې نېټې له حملو وروسته، د ترورېزم په اړوندو قضیو کې په حبس محکوم شوي دي.

د متحدایالاتو د سترې محکمې له خوا د ترورېستي فعالیتونو په اړه له یوه حکم وروسته د فدرالي محکمې یو قاضي پر دې غور کوي چې ایا د څلورو تورنو کسانو له دوسیو څخه د ترورېستي فعالیتونو ورته موارد لېرې کړي کنه.

د امریکا سترې محکمې د سې شنبې په ورځ په هغه قانون کې بدلون اعلان کړ چې له مخې یې په جنایي جرمونو یوشمېر تورن کډوال له امریکا ایستل کېږي، ځکه د دوی په وینا، دې قانون د تشدد پر بنسټ د جرم د معیار په برخه کې ابهام درلود، خو په تروېستي جرمونو ۴ تورن کسان استدلال کوي چې دوی د تشدد د جنایت د تعریف په اړه د ورته مبهم قانون په اساس په بند محکوم شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ د ویرجینیا ایالت د الکساندریې ولسوالۍ د محکمې یوې قاضۍ لیوني برینکیما په خپل حکم کې له حکومت څخه د هغو دلایلو د روښانه کولو غوښتنه وکړه چې، ولې د هغو مجرمانو په اړه حکم نشي فسخه کېدلای چې نېږدې ۱۰ کاله مخکې د ویرجینیا د جهاد د شبکې په نوم ډله کې د غړیتوب په جرم بندیان دي.

ویل کېږي چې د دې شبکې غړو فریدریکس بورګ ښار ته په یوه نېږدې ځنګله کې له پېنټ بال لوبې د جهادي ترینینګ په توګه کار اخیست.

د دې شبکې ځیني غړي د سپټمبر د یوولسمې له حملو وروسته له طالبانو سره د یوځای کېدو په نیت افغانستان ته تللي وو.

ډېری دې کسانو محکمې ته ویلي، دوی وروسته له هغه د افغانستان سفر ته وهڅېدل چې د دوی مذهبي مشر علي التمیمي د سپټمبر له یوولسمې وروسته وویل، نړۍ د اسلام او کفر ترمنځ جګړې ته نېږدې شوې. التمیمي چې د ویرجینیا د فالس چرچ اوسېدونکی و، د نورونو جرمونو ترڅنګ، د خیانت د هڅونې په جرم په ابدي حبس محکوم شوی.

سیف الله چمپن یوبل محکوم دی چې په ۶۵ کاله بند محکوم شوی.

هغه چې د پلیو سمندري ځواکونو سرتېری و، د سپټمبر د یوولسمې له حملو مخکې له لشکرطیبه ډلې سره د ترینینګ لپاره پاکستان ته ولاړ او د سپټمبر له ۱۱ مې وروسته چې ترینینګ یې پای ته ورساوه، متحدایالاتو ته ستون شو.

بل مجرم مسعود خان دی چې د سپټمبر له ۱۱مې وروسته له لشکرطیبه ډلې سره یوځای شو او پاکستان ته ولاړ، څو د ترینینګ له اخیستو وروسته د طالبانو پر لیکو ورګډ شي.

مسعود خان هم په ابدي حبس محکوم شوی او څلورم محکوم چې د قاضۍ مېرمن برینکیما حکم یې پر برخلیک اغېز کولای شي، اسماعیل رویير دی چې له نېږدې یوې لسیزې راهیسې په زندان کې بندي دی.

که مېرمن برینکیما دې قضیو ته د تشدد د جنایت له لانجمنې او مبهمې مادې سره ارتباط ورکړي، نو دا امکان شته چې د اکثر دې مجرمانو د حبس په مودو کې د پام وړ کموالی راشي.

د دوی د دوسیو نور موارد به پرځای پاتې وي، خو پر دې مجرمانو د نویو حکمونو لپاره محکمه ښايي بله غونډه جوړه کړي.

XS
SM
MD
LG