د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۳۵

یونيسف: یو شمېر افغان ماشومان د مخدره موادو د غیر قانوني تجارت قرباني دي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د اماناتو صندوق یا یونيسف وایي چې په افغانستان کې یو شمېر ماشومان د مخدره موادو د غیر قانوني تجارت قرباني او په دې ډول له خپل ماشومتوب څخه بې برخې شوي دي.

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یونيسف د مخدره موادو په قاچاق کې د ماشومانو په کارولو اندېښنه څرګندوي او وایي چې دغه ماشومان له خپل ماشومتوب څخه بې برخې شوي دي.

د دې ادارې ویاند فریدون ارین د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې پر افغان امنیتي ځواکونو غږ وکړ، هغه ماشومان وژغورئ چې د مخدره موادو د قاچاقو قرباني کېږي.

ښاغلي ارین وویل، دوی هم له افغان حکومت سره په ګډه کار کوي چې ماشومانو ته د ښه ژوند زمينه برابره کړي.

دی وایي:

"کله چې له ماشومانو څخه د مخدره موادو په قاچاقو کې کار اخيستل کېږي، دا څرګندوي چې ماشومان د دې حالت قربانيان دي، د یونيسف اداره په دې اړه اندېښمنه ده، د دې موضوع مهم اړخ دا دی چې د افغانستان امنیتي ادارې په دې برخه کې لاس په کار شي او هغه ماشومان وژغوري چې ناوړه ګټه ترې اخیستل کېږي."

تر دې مخکې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم له دې امله اندېښنه ښودلې وه چې له ماشومانو څخه په ترورېستي پېښو، مخدره موادو په قاچاقو او داسې نورو ناوړه کارونو کې کار اخيستل کېږي.

د دې وزارت د شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۳،۱ ميلیون ماشومان له بېلابېلو اړخونو څخه له خطر سره مخ دي.

د چارواکو په خبره، د دې ماشومانو د وضعیت د ښه کېدو لپاره د دوی له هڅو سره سره بیا هم د ماشومانو په ژوند کې کوم مثبت بدلون نه دی راغلی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم په افغانستان کې د ماشومانو د بد وضعیت په اړه اندېښنه ښيي.

د دې ادارې د ماشومانو د برخې مسؤل نجیب ځدراڼ ببرکزي ازادي راډیو ته وویل، دوی هم داسې شکایتونه ثبت کړي چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د نورو ناوړه کارونو تر څنګ، یو شمېر قاچاق کوونکي ډلې د مخدره موادو په قاچاقو کې له ماشومانو څخه کار اخلي.

نوموړی وایي:

"په سرحدي سیمو لکه زرنج او اسلام قعله کې او همدا راز په تورخم کې چې د بشري حقونو ناظرین هلته موجود دي، داسې ډېرې پېښې ثبت شوي چې له ماشومانو څخه د مخدره موادو په قاچاقو کې استفاده کېږي چې دا کار د ماشومانو ژوند ته ستر زیان اړوي."

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون بېوزلي، د عامه پوهاوي نشتوالی او ماشومانو ته د حکومت نه پاملرنه هغه عوامل يادوي چې مافیايي ډلو ته یې زمینه برابره کړې چې خپلو شومو هدفونو ته د رسېدو لپاره له ماشومانو کار واخلي.

د شمېرو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې نېږدې درې نیم میليونه افغانان په مستقیم او غیر مستقیم ډول په نشو اخته دي چې یو میلیون ‌یې ښځې او نېږدې یو لک‌ یې ماشومان دي.

راپور: عبادالله حنانزی

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG