د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

سټار اینډ سټرایپس: امریکا تر عراق او سوریې په افغانستان کې ډېر بمونه غورځولي


سټار اینډ سټرایپس:

د امریکا پوځي ورځپاڼې سټار اینډ سټرایپس په یوه مقاله کې لیکلي چې د امریکا متحده ایالاتو له ۲۰۱۴ کال راهیسې چې د اسلامي دولت ډلې پروړاندې یې مبارزه پیل کړې، په لومړي ځل تر عراق او سوریې په افغانستان کې ډېر بمونه غورځولي دي.

ورځپاڼې د امریکا د هوایي ځواکونو د میاشتني راپور په حواله لیکلي چې امریکایي الوتکو په تېره مارچ میاشت کې په افغانستان کې ۳۳۹ بمونه د وسله والو مخالفینو پر اهدافو ویشتي، په داسې حال کې چې د لیکوال په خبره، دا شمېره په عراق او سوریې کې ۲۹۴ ته رسېده .

د ورځپاڼې په لیکنه، په مارچ میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو او اسلامي دولت ډلې پر اهدافو غورځول شوي بمونه په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو لوړ شمېر کې وو .

سټارز اینډ سټرایپس لیکي، په داسې حال کې چې په عراق او سوریې کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش وسله وال تر فشار لاندې راغلي، ددغې ډلې پلویان په افغانستان کې په ډېرېدو ښکاري.

ورځپاڼه د امریکا د پوځ په حواله لیکي، امریکایي او افغان ځواکونو روان میلادي کال په افغانستان کې شااوخوا ۹۰ تنه داعش وسله وال وژلي چې ډېری یې د شمالي ولایت جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې وو، خو د لیکوال په باور، د امریکا په دې تر ټولو اوږدې جګړې کې چې اوس یې اولسم کال دی، طالبان د یوه عمده ګواښ په توګه پاتې دي .

سټار اینډ سټرایپس د امریکا د هوایي ځواکونو د راپور له قوله لیکلي چې په تېره مارچ میاشت کې د امریکا هوایي بریدونو په پرله پسې ډول د طالبانو د شبکو او د هغو عایداتي سرچینو تخریب ته دوام ورکړی او دغه راز یې په ټول افغانستان کې د ترورېستي فعالیتونو د ترسره کېدو په برخه کې د اسلامي دولت ډله کمزورې کړې ده.

دې اسټریلین:

دې اسټریلین ورځپاڼې بیا د استرالیا د یوې سناتورې پاولین هانسن له قوله لیکلي چې وایي، استرالیا باید د تندلارو وسله والو پروړاندې د فشار راوړلو او سیمه يیزو ځواکونو د روزنې لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

د «یو ملت» په نوم ګوند مشرې سناتور هانسن چې د شنبې په ورځ افغانستان ته تللې، اسټریلیین ته دا خبره کړې ده.

دغې سناتورې ویلي چې د افغانستان د حالاتو په اړه یې معلومات اخيستي دي او لازمه ده چې استرالیا په افغانستان کې خپل روزنیز رول ته دوام ورکړي.

سناتورې هانسن په افغانستان کې د استرالیایي سرتېرو تر لیدو وروسته ویلي:

"که چېرې اسټرالیا له جګړه ځپلي افغانستان څخه ووځي، نو طالبان به بېرته راشي او موږ به بېرته میدان ته راځو."

نوموړې دا سفر یوه ښه تجربه بللې ده او وایي، دا یې وموندله چې په دغه هېواد کې د اسلامي دولت ډلې له خوا خطر ته په کتو، په افغانستان کې پاتې کېدل سمه لاره ده .

اسټریلین ورځپاڼې همدا راز د منځني ختیځ د امنیتي وضعیت یوه متخصص او څېړونکي رودګر شاناهان په حواله ویلي چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د ډېرېدو هدف دا دی چې امریکا غواړي د روزني او د هوایي ملاتړ له لارې، افغان ځواکونه پیاوړي کړي او پر وسله والو طالبانو فشار راوړي چې د مذاکراتو مېز ته حاضر شي.

دغه څېړونکی د امریکا د دې اقدام بل هدف دا بولي چې دده په وینا، په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې لپاره د پښو ځای پرې نږدي .

اوس مهال په افغانستان کې ۳۰۰ استرالیایي سرتېري دېره دي.

XS
SM
MD
LG