د جرمني صدراعظمې انګيلا مېرکل لېوالتیا ښودلې چې په اروپايي ټولنه کې د اصلاحاتو لپاره له فرانسې سره جوړجاړی وکړي.
د جرمني د صدراعظمې انګيلا مېرکل په ګوند کې ځینو محافظه کارانو د فرانسې د ولسمشر ایمانوئل مکرون له هغې طرحې سره مخالفت ښودلی چې په اروپايي ټولنه کې د اصلاحاتو په لړ کې یې د دې ټولنې د ۲۸ غړو هېوادونو ترمنځ د پراخ اقتصادي یووالي غوښتنه کړې.
د اروپايي ټولنې ځینو غړو هم له دې طرحې سره مخالفت ښودلی، خو مېرمن مېرکل چې د جرمني د صدراعظمې په توګه خپله څلورمه دوره یې اوس اوس پیل کړې ده، پرون پنجشنبه په برلین کې له ښاغلي مکرون سره په کتنه کې په دې اړه خبرو ته لېوالتیا څرګنده کړه.
مېرکل له کتنې وروسته ګډې خبري غونډې ته وویل چې د جرمني او فرانسې په دریځونو کې لومړی تل توپیر وي، خو دې زیاته کړه چې د دې توپیرونو په اړه باید بحث وشي او دا لږترلږه په دې اړه خبرو ته چمتو ده.
هغې زیاته کړه:
"موږ غواړو چې د جون ترپایه د پناه غوښتونکو لپاره د اروپايي ټولنې په ګډ سیسټم کې د امکان ترحده پرمختګ وکړو، که موږ غواړو د اروپايي ټولنې په قلمرو کې ازاد تګ راتګ ته دوام ورکړو، نو یوه مهمه ستونزه به حل شي، موږ یوې ګډې بهرنۍ پالېسۍ ته اړتیا لرو، جرمني او فرانسه به په دې اړه جدي خبرې وکړي چې موږ په سوریه او حتی په اوکراین کې څه کولای شو او باید د خپل اقتصادي او د پولي یووالي رغونې ته هم دوام ورکړو، خو په راتلونکي کې د ثبات او رقابت او نور مسایل هم شته."
مېرکل او مکرون د اروپايي ټولنې د بهرنیو سرحدونو د امنیت او د کډوالو په برخه کې د ګډې پالېسۍ د جوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ، خو د جرمني صدراعظمه د مکرون له هغې طرحې سره ډېره موافقه نه ده چې وايي، په یورو زون کې شامل هېوادونه باید د مالیې یو وزیر ولري.
د فرانسې ولسمشر په ګډه خبري غونډه کې د ګډې بانکي اتحادیې پر اړتیا ټینګار وکړ.
تراوسه روښانه نه ده چې ایا مېرکل به د اروپايي ټولنې په مالي جوړښت کې د اصلاحاتو په برخه کې د مکرون ملاتړ وکړي.
مېرکل او مکرون په راروانه اوونۍ کې واشنګټن ته ځي او تمه ده چې له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره به د ایران او شپږو پیاوړو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې او د سوریې د جګړې په اړه خبرې وکړي.