په کندهار کې د کندهار ځوانانو تر منځ د سولې په نوم د فوټبال ټورنمنټ پيل شو.
د فوټبال فدراسیون د ویاند مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ټورنمنټ کې اته لوبډلې ګډون کوي او سیالۍ به یې ۱۳ ورځې دوام وکړي.
ښاغلی امیني وايي، د دغو سیالیو څخه هدف په کندهار کې د وزارتونو تر منځ د فوټبال لیګ سیالیو ته د غوره لوبغاړو پیدا کول دي چې په نېږدې راتلونکې کې تر سره کېږي.