د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او کندهار ترمنځ د لویې لارې پر سر موټر چلوونکو د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د یادې لارې پر سر د کندهار په مربوطاتو کې د مېشتو امنیتو پوستو پولیس دوی او په موټر کې سپاره سپرلۍ له موټره ښکته کوي او پوستې پرې جوړوي او دغهراز ورڅخه غیر قانوني پیسې هم اخلي او سپکې، سپورې هم ورته کوي.
دوی له دولته غوښتنه کوي چې د پولیسو د دغه ډول چلند مخه دې ونیسي.
د ارزګان ولایتي اداره هم دا مني، خو پړه د کندهار پر امنیتي مسؤلینو اچوي.
د ولایت مقام ویاند دوست محمد نایاب ژمنه کوي چې دغه ستونزه د کندهار تر ولایتي ادارې رسوي او حلوي بهیې.
په ورته وخت کې بیا د کندهار امنیتي مسؤلین پهدې اړه خبرو کولو ته حاضر نهشول.
د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نهدی چې داسې پېښه کېږي، بلکې له دې وړاندې یې هم ورته شکایتونه شوي وو.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په دې راپور کې: